په زور کلي نه جوړیږي

  په زور کلي نه جوړیږي



که یو خوا د کوزې خوا پښتنو مشرانو د پنجاب لخوا په ډیورنډ لین باندې د اغزن سیم په تیرولو او د همدغه کرغيړن لین دواړو خواوو ته پراته قومونه عملاً په دوه ټوټو ويشلو باندې چپه خوله دي بل خوا د کابل مشرانو هم ځانونه کاڼه او ړانده اچولي دي، یو غوږ یې بړستن او بل یې لمڅی کړي. سترګې یې پټې کړي دي، ګمان کیږي چې د برې خوا مشران یو قدم نور هم وړاندې تللي وي هغه دا چې پنجاب ته یې خپله خاوره چی د ناموس حیثیت لري بښلي وي دا ځکه چې د کابل مشران د لویې لوبې هغه د سون توکي دي چی په همدې خاطر ګمارل شوې دي.
خو ښکته او پورته ټول مشران همدارنګه پنجاب باید پدې پوهه شی تر هغه چی د ولس خوښه نه وی که سل کاله نور هم تیر شی دا ولس په اغزن سیمونو څه چی په فولادې دیوالونو هم څوک نه شی جدا کولای دا ځکه چې دا یو قوم دی، درد یې یو دی، وینه یې یوه ده، ژبه یی یوه او کلتور یې یو دی.
ستا به د ګلو دوران تیر شي
زما به پاتې شی په زړه سوی داغونه
《 لرو او برو مشرانو تاریخ به مو سخت محکمه کړی نور مو خوښه》

لکه چې پورته هم اشاره وشوه ګمان کیږي چې اشرف غني د پاکستان سره د ډیورنډ پر لین هوکړه کړي وي د پنجاب سره یې همدغه لین د رسمي سرحد په حیث پیژندلی وي.
اشرف غني او نورو مشرانو به داسې فکر کړی وي چې که افغانان د ډیورنډ څخه تیر شي زموږ په هیواد کې به جګړه چې نېږدې څلویښت کاله کیږي روانه ده پای ومومي، خو اشرف غني بیچاره تېروتنه کوي همدارنګه اشرف غني افغانان په ځانګړي توګه بیا پښتانه بلکل نه دي پيژندلي، پښتانه هغه قوم دی چی کرایه کیږي خو خرڅیږي نه، که په پښتانو کې یو څو ک سل کاله وروسته هم خپل غچ واخلي وایي چې بیړه یې کړې ده، پښتانه به هر څه خرڅ کړي خو خپله خاوره چې د ناموس حیثت لري نه خرڅوي.
که اشرف غني او ناست حکومت پر ډیورنډ باندې د پنجاب سره مامله نه وای کړي نو څنګه کیدای شي چې پنجاب په زرهاوو میله ازغن سیم په ډیورنډ لین تیروي، کلاګانې او دروازی جوړوي خو افغان چارواکې یې پر وړاندې سپڼ هم نه کوي ځکه خو موږ ویلای شو چی کار یې کړی دی.
دلته خبره یوازې د ډیورنډ نه ده خبره لویه ده، لویه پدې معنی چی هغه د (Great game) یا لوې لوبې لپاره ډرامه سنریو شوي ده کومه چې د افغانستان شمال او اخوا باید ورسیږي د پخواني شوروی هیوادونه تر ولقې لاندې راوړل شي او د روس غاړې ته غاړبند واچول شي، د اړتیا په وخت کی ورڅخه کار واخلي.
دا داعش په داعش کې د تاجکستان تاجک همدارنګه د ازبکستان ازبک چې ځای پر ځای شوی دی، د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې جګړې کوي هغه څه دي چی لوې لوبې ته د عمل جامه ورواغوندي.
کله چی تنور ګرم شي نو هر څوک ډوډۍ په کې پخوي چې پنجاب له موقع ګټه پورته کړه په ډیورنډ یې اغزن سیم راتاو کړ دروازې یې جوړې کړې همداسې به د لوې لوبې پروژه د ابر قدرتونو لپاره پر مخ وړی تر هغه چې دا پروژه پای مومې پنجاب به لا نور ډیر څه تر لاسه کړی.
موږ او زموږ حکومت چې په سر کې یې اشرف غني قرار لري څه وکړل او څه به وکړو؟
که خلاصه او پسکنده ووایم طالبان《طالب مشران》 او د کابل حکومت دواړه د همدغه لویې لوبې د سون توکي دي دا ځکه چی د جګړی دواړه خوا افغانان دي موږ د جګړي په ډګر کی بل څوک نه وینو، افغانان دي چی عملاً یو بل وژنی پدې بانه چی طالب وایی 《تر هغه چی یو امریکایی په افغانستان کی موجود وی سوله به نه کوی》 بل خو امریکا وایي 《چی یو طالب د جګړې په ډګر کی ټوپک په لاس ولاړ وی موږ افغانستان تنها نه پریږدو》 . دا نو کوم منطق دی چی دواړه خواوې یی وایی جګړې ته یی بانه جوړه کړی ده بله معنی خو نه لري بی له دې چی جګړه ګرمه وساتي؟
دا نو پدې معنی چی امریکا د کابل حکومت او طالب ټوله یو خبره ده چی په نهايي تحلیل کی داعش ته لاره همواره کوي تر څو د لویې لوبې پلان عملي شي، نور که افغانان وژل کیږي او یا یی هیواد ورانیږی د دوی یی په څه؟!
څه باید وشي؟؟!
کله چی امریکا د کابل حکومت او طالب یوه خبره وی نو ولس ته په کار ده چی د ځان غم وخوری په ولس کی هم بیا هغه افرادو او اشخاصو ته چی ځان د کلی او قوم مشر، د قلم او نظر خاوند، مدني فعال همدارنګه نورو مخورو او نومورو ته په کار ده چی ولسونه راویښ د یو بل سره کشني یو موټی شی عملاً یی پر وړاندې ودريږي او چا ته هم اجازه ورنه کړي چې ډیورنډ رسمي پوله کړي او یا هم افغانان د سون توکي شي او افغانان قربانۍ ورکړي، خاوره د افغانانو لاړه شي، د جګړې ګټې نورو ته ورسیږی.
کله که افغانان د ددغه دسيسې پر وړاندې چوپ پاتې کیږي، دا بې ایماني ده. د خپلې خاورې او ملي ګټو سره خیانت دی چې موږ یې کوو، موږ به تاریخ سخت محکمه کړي.


tags

ستاسې تبصرې

*


Top