د ژوند د بیا رغونې له پاره اووه ګامونه

د ژوند د بیا رغونې له پاره اووه ګامونه



کله وخت داسې احساس کووم، ژوند مې هغه ډول پرمخ نه ځي، کوم چې زړه مې غواړي. د هغه څه ترمنځ چې غواړم واوسم او هغه څه چې یم، توپیر شتون لري. تل د معجزې په تمه یم، چې د ژوند حالت او شرایطو ته مې بدلون ورکړي، له ځای پرځای درېدلو څخه ستړی شوی یم او غواړم، چې ژوند مې ښه کړم، خو څنګه؟
دا شرایط د دې ښکارندویي کوي، چې ستاسو ژوند بدلون ته اړتیا لري، بدلون له تاسو سره مرسته کوي، هغه ځای ته مو ورسوي، کوم ته مو چې زړه غواړي. ځینې کسان داسې فکر کوي، چې نور کولای شي، دوی ته بدلون ورکړي، خو له بده مرغه او یا هم له ښه مرغه دا ستاسو ژوند دی او هېڅوک نه شي کولای، چې په هغه کې بدلون را منځته کړي، مګر تاسو خپله. د دې لیکنې په دوام، په ژوند کې د بدلون د رامنځته کولو له پاره ځینې لارې چارې وړاندې شوې دي:
۱ ـــ خپلو افکارو او باورونو ته بدلون ورکړئ:
موږ د خپلو افکارو او باورونو پر بنسټ چلند کوو. هغه څوک چې باور لري هوښیار او ځیرک نه دی او کوم کار نه شي ترسره کولای، نو هماغه ډول چلند کوي. که چېرې غواړئ خپل ژوند ته بدلون ورکوئ، خپل غیر منطقي باورونه او افکار وننګوئ، د ځان له پاره د دې افکارو ګټه او زیان مشخص کړئ. ستاسو په اند دا هوښیارانه دی، چې په داسې افکارو پورې ونښلئ، چې موخو ته د رسېدو په لاره کې مو خنډ ګرځي؟ ټاکنه له تاسو سره ده.
۲ ـــ په ژوند کې خپل لومړیتوبونه مشخص کړئ:
له ځانه وپوښتئ، په ژوند کې مو تر ټولو ارزښتمن څیزونه، چې شتون لري، څه دي؟ د ځان له پاره یې مشخص کړئ، غواړئ کومو موخو ته ورسېږئ او ولې مو دا موخې ټاکلې دي؟ ویکتور فرانکل وایي: څوک چې په خپل ژوند کې ولې لري، نو له هر څرنګوالي سره به جوړ شي. کله چې وپوهېږئ، ولې مو دا موخې ټاکلې دي، هغه بانې او دلیلونه، چې تاسو خپلو موخو ته له رسېدو څخه را ګرځوي، نور نو تاسو ته کوم ارزښت نه لري.
۳ ـــ خپلو موخو ته د رسېدو له پاره ګڼ شمېر لارې په پام کې ونیسئ:
د آسانه، لنډې او تل پاتې لارې د ټاکنې پرځای، ډېره هڅه وکړئ او څو تګلارې په پام کې ونیسئ، ترڅو د ډېرو ټاکنو حق ولرئ.
۴ ـــ خپل منفي عادتونه اصلاح کړئ:
منفي عادتونه لکه: شرمېدونکی اوسېدل، غوسه، ډېر خوارک او داسې نور... چې ستاسو بدني او اراویي روغتیا له ګواښ سره مخامخ کوي، بدل کړئ او په پای کې د ورانونکو عادتونو پرځای مناسب چلندونه وټاکئ.
۵ ـــ نوي مهارتونه زده کړئ:
که غواړئ، چې بدلون وکړئ، یوازې د پخوا زده شوو څیزونو، معلوماتو او وړتیاوو په وسیله نه شئ کولای، خپلو موخو ته ورسېږئ، په دې صورت کې باید له ښوونیزو کتابونو څخه ګټه واخلئ او دغه راز په دې برخه کې له کار پوهانو سره مشوره کول، له تاسو سره ډېره زیاته مرسته کولای شي.
۶ ـــ د خپل ژوند مسئولیت په غاړه واخلئ:
باید تصمیم ونیسئ، چې خپل ځان، نه خپل شاوخوا وضعیت او حالت ته بدلون ورکړئ، د دې تګلارې پرمټ کولای شئ، اغېزمنې کړنې ترسره کړئ. کله چې د خپل ژوند مسئولیت منئ، نو هغه وخت د خپل ژوند کښتۍ یاستئ، یوازې تاسو یاستئ، چې خپلې موخې ټاکئ. خپلو پروګرامونو ته د عمل جامه ور واغوندئ. په ژوند کې ښېګڼه او بدګړه، په مستقیم ډول ستاسو په فردي کړنې پورې تړاو لري. کله چې د دې مواردو مسئولیت مو ومانه، نو هغه مهال کولای شئ، چې په خپل ژوند کې د سترو بدلونونو هیله ولرئ.
۷ ـــ پایښت او پشتکار ولرئ:
ډاکټر صاحبي وایي: (په دې خاورینه نړۍ کې، تر ټولو ستر واټن د پوهې او عمل ترمنځ واټن دی.) له کله چې د بدلون له پاره عملي ګام پورته کوئ، نو د بدلون پړاو ته ورننوتلي یاست. ځان ډاډه کړئ، چې د پام وړ بدلون ته د رسېدو له پاره، هرڅومره کوچني ګامونه چې وي، پورته کوئ یې، له ځای پرځای درېدو څخه کوچني ګامونه ډېر غوره دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top