سعودي عربستان دبدلونونو په درشل کي

سعودي عربستان دبدلونونو په درشل کي



سعودی عربستان یو پاچایي دولت دی چې د عرب په ټاپووزمې کې پروت تر ټولو لوی هېواد دی. سعودي عربستان په جنوب کې د الیمین، په جنوب ختیځ کې د عمان، په ختیځ کې د قطر، په شمال کې د عراق، کویت او اردون سره گډې پولې لري. مساحت یې ۲۲۴۰۰۰۰ کلومتره مربع او پایتخت یې الریاض دی. د سعودي عربستان د مځکې سطحه اواره ده. د سعودي عربستان په جنوب کي لويه دښته پرته ده چې د رب الخالي په نوم یادېږي. د هېواد په لویدیځ کې غرونه شته چې د المدیان او الحجاز په نوم یادېږي او په جنوب کې یې د عسیر غر موقعیت لري. په سعودي عربستان کی هیڅ سیند نشته.
په ۱۶ مه پیړۍ کې عربستان د عثماني حکمرانانو لاس ته ور غلی و. په ۱۸ مه پیړۍ کې یو عالم محمد ابن عبد الوهاب په سعودي عربستان کې یوه مذهبي ډله تاسیس کړه. دغه مذهبي ډله په عربستان کې افراطي مذهبی ایدیولوژي (عقیده) خپروي چې د الوهابیة په نوم یادیږی. الوهابیة په اوس وخت کې د سعودې عربستان دولتي ایدیولوژي ده. په ۱۹ مه پیړۍ کې د سعودي کورنۍ د مصر او عثماني دولت په خلاف جگړه وکړله. په ۱۹۰۴ کال کې سعودي کورنۍ النجد ونیولو. په ۱۹۲۴ کال کې الحجاز، المدینة او مکة د بريتانیا د پوځ له خوا ونیول شول. مګر تر درېيو کالو وروسته دغه ښارونه خپلواک شول. سعودي عربستان په ۱۹۳۲ کال کې د برتانیا د پوځ تر وتلو وروسته تاسیس شو. (ويکيپېډيا)
د سعودي حکومت د سخت دریځې پالیسۍ ترڅنګ یو انحصاري شاهی سیستم حکومت جوړکړ چې د یوې کورنۍ له خوا د حکومت ټولې چارې اداره کیږي او ډيرمحدودیتونه اوبندیزونه یې په وګړو خصوصآ په ښوونځیو باندی لګیدلي وه. په ټولنیزوچاروکې هغوي ته ونډه نه ورکول کېدله، دا او داسې نور سیاسی محدودیتونه یې ښه مثال کیدلی شي.
د سعودي د حکومت د قانون له مخې ښځو د موټر چلولو اجازه نه درلوده. په سعودي عربستان کې ښځې همداراز د قانون له مخې باید اوږدې چپنې واغوندي او د هر قانوني اقدام له پاره یې د نارینه خپلوانو اجازې ته اړتيا درلودله. همدا راز ښځوته په کاري ساحه او د فترونو کې د ګډون حق نه ورکول کیدلو. له همدې امله سعودي عربستان د ټولې نړۍ له تندوانتقادونو اوغبرګونونوسره مخامخ ؤ. ډیرو مدني او سیاسي فعالانو له ۱۹۹۰مې لسيزې راهیسي د ښځو د موټر چلولو او په دولتی نهادونو کې هغوي ته د کاری فرصتونو او یو شمیرنورو ازادیو د حق ورکولو له پاره مبارزه کوله. بلاخره لاندې اصلاحات او تحولات پیل او تر سره شول.
۱۹۹۹ـ اکتوبر: د لومړي ځل له پاره ۲۰ تنو سعودي ښځو د مشورتي شورا په غونډې کې ګډون وکړ.
۲۰۰۱ـ ډسېمبر: پاچا فهد د تروریزم د له منځه وړلو غږ وکړ او ویې ویل چې اسلام کې دا پدیده ممنوع ده. حکومت د یو بیساري ګام په ترڅ کې د ښځو له پاره د هویت کارتونه جوړ کړل.
۲۰۰۳ ـ‌ سپټېمبر: د ښځو او نارینه وو په ګډون د ۳۰۰ نه زیاتو سعودي روڼ آندو د سیاسي اصلاحاتو له پاره یو غوښتنلیک لاسلیک کړ.
۲۰۰۳ـ اکتوبر: پولیسو د ریاض په مرکز کې یوه بیسارې غونډه ماته کړه، چې د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه يې کوله. د ۲۷۰ تنو نه زیات کسان ونیول شول.
۲۰۱۱ ـ سپېټمبر: پاچا عبدالله د ښځو له پاره د نورو حقونو اعلان وکړ، لکه د رایې ورکولو حق، د ښاروالیو انتخاباتو کې ګډون او د هیواد تر ټولو بانفوذه ادارې، مشورتي شورا ته، د ټاکل کېدو حق.
وروسته له دې نه چې یوه ښځه د موټر چلولو په جرم ګناهکاره وموندل شوه د لسو دُرو په وهلو محکومه شوه. دا لومړی ځل و چې د ښځو د موټر چلولو د بندیز څخه د سرغړونې په خاطر یوه قانوني سزا ورکړل شوه. پاچا عبدالله دا سزا بیرته وګرځوله.
۲۰۱۲ـ‌ جون: ولیعهد شهزاده نایف ومړ، د هغه پرځای آزاد خیاله دفاع وزیر ۷۶ کلن شهزاده سلمان وټاکل شو.
سعودي عربستان ومنله چې ښځینه ورزشکارانې کولای شي د لومړي ځل له پاره د اولمپیک لوبو په سیالیو کې ګډون وکړي، په داسې حال کې چې اټکل کیده ممکن د سعودي ټوله ورزشي ډله د جنسي توپیر له امله لوبو کې د ګډون څخه محرومه شي.
۲۰۱۳ـ فبروري: پاچا عبدالله، په مشورتي شورا کې چې پخوا په کې ټول نارینه وه ۳۰ ښځینه غړي شامل او سوګند یي ورکړ، دا په عامه چارو کې د ښځو د ګډون په لاره کې یو ستر ګام ؤ . دا لومړی ځل و چې ښځې پر سیاسي دولتي څوکیو وټاکل شوې .
۲۰۱۴ـ مارچ: سعودي عربستان یو شمیر اسلامپالې ډلې د تروریستي سازمانونو په نوم یادې کړې او د هغوی تمویل او ملاتړ یې ممنوع کړ. په دې ډلو کې اخوان المسلمین، د النصره جبهه او په عراق او شام کې اسلامي دولت ډله شامل دي.(بی بی سی)
د سلمان بن عبدالعزیز په نوي فرمان کې راغلي چې د ښځو د موټر چلولو منفي او مثبت اړخ ته په کتو او همداسې د سعودي د لویو علماو د شورا غړو اکثریت رایو ته په کتو دا جوته شوه چې د ښځو د موټر په چلولو کې اصلیت « جواز لرل » دي، کوم څوک چې ددې کار سره مخالفت لري، هغوی د احتمالي منفي اړخونو څخه د مخنیوي په خاطر دا خبره کوي، خو علماء وايي که چیري د ښځې په موټر چلونې کې نور شرعي تضمینونه وشي، نو هیڅ خبره نه ده چې ښځه لایسنس ولري او موټر وچلوي.
د سعودي باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د یوه خاص فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړئ چې له دې وروسته ښځو او نارینه ؤ ته په مساوي ډول د ترافیکي قوانینو مطابق لایسنس ورکړي. د سعودي حکومت د قانون مطابق د ۱۴۳۹/۱۰/۱۰ هجري قمري څخه دغه فرمان عملي کړي.
همدارنګه د سعودي عربستان پلازمينې ریاض ته څیرمه د ساتیرۍ د یوه ښار جوړېدل چې ۳۳۴ کیلومتره مربع پراخوالی به ولري، دا په نړۍ کې د خپل ډول لومړنی د ساتیرۍ ښار کېدلی شي چې د امریکا د لاس ویګاس له ښاره به لوی وي. او تر ۲۰۲۲ کال پورې به یې کار بشپړ شي. د سعودي حکومت، هڅه کوي د سعودي د اقتصاد تکیه د تیلو پرځای په نورو سرچینو ووېشی.
همدارنګه د سعودي د سپورت د فیدراسیون د مشرۍ په توګه د ریما بنت بن سلطان السعودی لمړني ښځینه ټاکنه همدارنګه د سعودي تلویزیون له لارې د لومړي ځل له پاره د ښځینه وو، په اواز سندریزو کنسرټونو خپرولو اجازه ورکول هم د لوی بدلون په لور یو سترګام شمیرل کیږی.
د سعودي عربستان د هغه وهابي پاچا څنګ ته کیدل چې جسمانی وضعیت يې دومره هم بد نه دي او د محمد بن سلمان له خوا د حکومتي چارو په لاس کی نیول.
سعودي عربستان واشنګټن ته د یوه نږدې عنعنوي متحد په سترګه کتل او خپل د اړتیا وړ زیاتره وسلې له متحده ایالاتو او همدارنګه له بریتانیې څخه پيرودل.
دونالد ټرمپ د ولسمشر په توګه د خپل لومړني بهرني سفرپه ترڅ کې، سعودي عربستان او امریکا د یو میلیارد دالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو د خریدارۍ تړونونه لاسلیک کول.
مسکو ته د سعودي عربستان د پاچا سلمان تاریخي سفر دغه دواړه هیوادونه د سوریې د شخړې په څیر مسايلو کې نږدې همکاري ته هڅول، په لسګونو تړونونو لاسلیک کیدل. د بیلګې په توګه د ریاض له خوا د روسیې څخه د S-400 ډوله هوايي دفاعي سیستم، د ټانګ ضد سیستم او راکټي وسلې پيرودل. د پوځي روزنې پروګرام، د تجهیزاتو تخنیک او د تیلو د تولید په برخه کې همکاري کول.
د رویټرز خبري اژانس د روان میلادي کال ۲۰۱۷ په جنوري کې خبر ورکړی ؤ چې د سعودي د باچا ملک سلمان زوی محمد بن سلمان یو لړ اصلاحات په پام کې لري چې د دیني عالمانو د پاریدو سبب ګرځېدلی شي، اژانس زیاته کړې وه چې محمد بن سلمان د علماوو د قابو کولو له پاره پلان ترتیب کړی دی.
د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د نوي شاهي فرمان له مخې د نبوي احاديثو د څار او تفسير له پاره د يو داسې کميسيون د جوړولو امر کړئ چې ټول (ناسم نصوص، افراط، ترهګرۍ او د قتلونو جواز ورکوونکي احاديث) دغه احاديث چې د سخت دريځۍ او ترهګرۍ له پاره د کارولو له دایري بهر کړي. همدارنګه په زرګونو سخت دريځۍ امامان او خطیبان يې له دندو ګوښه کړي او د مشهورو علماوو په ګډون يې ګڼ شمېر خطیبان، واعظان او دعوتګران نيولي دي.
پایله:
پورتنیو بدلونونو ته په کتلو سره ویلي شو چې د سعودي عربستان حکومت غواړي د نړیوال سیاست سره ځان عیارکړی همدارنګه د ستروهیوادونو سره د سترو اقتصادی ګټو تعدل وساتي او همدارنګه د سیمه ایز سیاسي نفو‌ذ د پیداکیدو ترڅنک غواړی چی د نړیوال تروریزم او ترهګرۍ سره په مبارزه کې د نړیوالو سره برخه واخلي او په منطقه کی د ترویزم د پالنې کوم تور چې پر دې هېواد لګیدلی وو. هغه له ځان څخه لیري کړی. همدا راز د خپلوسیالو ګاونډیو اسلامی هیودانو سره چی ځینو یې اټومي تکنالوژۍ اواټومي وسلو ته لاس رسی پیداکړی ده، د هغوی په مقابل کې د پوځي ځواکمنتیا له پلوه خپل هیواد د هغوی سره سیال کړی، ځینې پوځي ټړونونه د زبرهیوادونو سره لاسلیک کړي چې روسییه او متحده ایالاتو یې ښه مثال کیدلی شی. همدارنګه د ملي تفریحي سترو پارکونو جوړول او دیې ته ورته زیربناي سترو پروژو پیلول، مانا دا چې دوی غواړی که مبادا د تیلو سرشاره منابعو په ختمیدو شي د نورو سرچینو څخه به د خپل هیواد په اقتصادی کې په لویه کچه ګټه پورته کړي. همدارنګه ځیني مذهبی اصلاحات شاید ورته ستونزمن وي او ورته لوي ستونزی وزیږوی. همدارنګه ښځو ته په ځینو ازادیو ورکولو کې د دوی سیاست او اصلاحات شاید د نړیوالو د ستاینې وړ وګرځي او د هغوی سره د اړیکو په جوړولو او ساتلوکی ښه رول ولوبوی.
سرچینې او ماحذونه :
بې بې سي پښتو وبیپاڼه
المان اونړۍ ویبپانه
پښتونیوز
نن ټکی اسیا ویبپاڼه
ویکیپیډیا
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top