تر هغو چې انسان وژنه زموږ فرهنګي ګاڼه وي هيڅ پرمختګ به ونه کړو

تر هغو چې انسان وژنه  زموږ فرهنګي ګاڼه وي هيڅ پرمختګ به ونه کړو



څلويښت کالونه کيږي چې انقلابونه دي، اورونه دي، جنګونه دي وژل دي په شخصي زندانونو کې اچول دي ، شګنجه کول دي ، مونږ ټول د قاتلانه مرګ په بالقوه حالت کې يوو، مونږ په يو ډول سره دپروني ژوند ماليه ټولوو زمونږ ارمان دپرونيو مړيو د زور او وهم ويره د ژوندو په زړونو کې راپيداکول دي.
آيا دا اخلاق ژوندي دي چې دبل په لمانځه ولاړ، دقران په تلاوت ناست انسان نيول، وژل، شګنجه کول خپل شان او شرف ګڼي. د جورج ارېول په قول (هر وژونکى ډارن دى) په دې توګه دمغولي لوى خان نه نيولي بيا تر لوى سکندره، له لرغونو قبيلوي سرلښکرو نيولي بيا ترننيو پورې ټول خپلو پټو ويرو ددومره وينو بهولو ته زړور کړي او زړوروي مو !!!
دلته ويرې کيږدۍ غوړولي زه او نسل مې ويريږو د وژلو ويروس تيت شوى د ايډيالوژۍ حيوان په هر شي متيازي کړيدي، حتى معتبره فلسفي او ذهني، اخلاقي او باوري کتابونه د وژلو ايبولا خپروي.
دتيرو ورځو خونړۍ پيښو په لسګونه کورنۍ د وير په
ټغر کينولې، سلګونه ميندي بورې او کونډې شوې. دا لومړى ځل ندى چې مونږ د داسې پېښو قربانيان يوو، بلکې هره ورځ موږ ې دا ډول پيښو لپاره قرباني ورکوو، خو پدې حساسو شرايطو کې مونږ ته څه کول په کار دي؟
دا چې هر ګاونډى که يو ملي دښمن لري ددې تر څنګ ګڼ دوستان هم لري، که پاکستان کله هم په افغانستان کې دوستان نه لرلي نو د داسې لوبو لوبيدل پاکستان دومره په زړورتيا نشو کولاى. پاکستان هم کله چې دغه غټې وروستۍ حملې چې عزني، کابل، قندهار او پکتيا کې ترسره شوې ځکه په کلکه غندي چې وښايې چې نوموړى د افغانستان د سولې لپاره تيار دى خو داسې نده، پاکستان هيڅکله نه غواړي چې دافغانستان لپاره سولې ته حاضر شي، نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات وي.
پاکستان د سولې خبرو ته حاضريدل او د افغانستان سره دسولې دژمنتيا خبرې او همدا شان دسولې نور وړانديزونو له لارې يوازې غواړي چې نړيوال فشارونه په ځان راکم کړي. نړيوالو ته ځان صادق او ريښتونى وښايي. پاکستان په وار وار ثابته کړيده چې نوموړى دافغانستان سره دسولې خبرې نه غواړي، کله چې دامريکا ولسمشر ټرمپ دافغانستان لپاره نوې ستراتيژه اعلان کړه او په پاکستان يې ځينې فشارونه راوړل نو د پاکستان ځينو لوړ پوړو چارواکو او د بهرنيو چارو وزير يې په ښکاره د امريکا نوې ستراتيژي په افعانستان کې
ناکامه وبلله او دټرمپ په ستراتيژۍ يې توند غبرګونونه وښودل. ددې تر څنګ که څه هم ولسمشر غني څو ځله پاکستان ته د سولې وړانديز کړى خو دوى په يوه او بله بهانه رد کړيدى. غنى نړيوالو ته هم په واقعي ډول ثابته کړي چې نوموړى دپاکستان سره دسولې مذاکراتو ته حاضر دى، نور نو په پاکستان د ولسمشر غني او ټولو افغانانو باور پاى ته رسيدلى دى، چې د غني وروستيو کړنو پاکستان هم د سختې سياسي او اقتصادي انزوا سره مخ کړيدى.
په وروستيو کې د هيواد په مختلفو برخو کې دلويو او وړو پروژو څخه دګټې اخيستنې، د اوبو او لويو بندونو ګټې اخيستنې ته سپارل او د نړيوالو ملاتړ دا ښکاره په ډاګه کوي چې مونږ نور پاکستان ته څه اړتيا نه لرو.
اوس نږدې ورځو کې دسولې مهم مذاکرات په عمان کې ترسره شول، پاکستان بيا هم په ښکاره ثابتوي چې نه غواړي د افغانستان سره د سولې خبرو ته کينې.
د يوآزاد، پر ځان بسيا او پياوړي افغانستان په هيله.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top