د غزني والي وايي، په اندړو ولسوالۍ کې ۹۰ طالبان او ۲۲ پوليس وژل شوي

د غزني والي وايي، په اندړو ولسوالۍ کې ۹۰ طالبان او ۲۲ پوليس وژل شوي



روهي (يوه نۍ/۳۰ د تلې)، څلور ورځې وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ وسله والو طالبانو موټر بم بريد وکړ او ورسته جګړه پيل شوه.
 
د غزني والي عبدالکريم متين پرون په يوې غونډه کې وويل، "د اندړو جګړه پای ته رسېدلي، د طالبانو د درېیو قومندانو په شمول ۹۰ طالبان او ۲۲ افغان پوليس په کې وژل شوي دي. د اندړو ولسوالۍ په جکړه طالبانو ته ماتي ورکړل شوې ده او يو شمېر وسلې يې له منځه تللي."
 
د ۳۰۳ زون قومندان پاسوال اسدالله شيرزاد په وينا، " طالبانو پلان درلود ترڅو لومړی د اندړو ولسوالي او ورپسې غزني ولايت تر خپلې والکې لاندې راولي، خو په ياد پلان کې بريالي نه شول."
 
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد د والي څرګندونې رد کړي او زياته وي چې، "په اندړو ولسوالۍ کې اوس هم جګړه روانه ده او طالبان د وړاندې تګ په حال کې دي. په ډېر شمېر امنيتي سرتيرو ته مو مرګ - ژوبله اړولي، يوازې اووه طالب جنګيالي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي."
 
د راپورنو پر بنسټ، د اندړو په جګړه کې ملکي وګړو ته مرګ - ژوبله نه د رسيدلي.
 
 
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top