اردوغان: ما وبښئ! زه نشم ویلی چې امریکا یو متمدن هیواد دی

اردوغان: ما وبښئ! زه نشم ویلی چې امریکا یو متمدن هیواد دی



د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ په یوه وینا کې پر امریکا د نیوکو په ترڅ کې وویل چې یاد هیواد یو غیر متمدن هیواد دی.
نوموړي د امریکا په دیموکراسۍ کې شک وکړ او ویې ویل، ما وبښئ! زه نشم ویلی چې یاد هیواد متمدن دی.
نوموړي له خپلو ۱۵ تنو ساتونکو څخه یادونه وکړه او پر دوی یې د لګیدلو تورونو غندنه وکړه چې ګواکې په امریکا کې یې د اردوغان د سفر پر مهال پر لاریون کوونکو برید کړی دی.
اردغان زیاته کړه: خلک وایي چې امریکا د دیموکراسۍ زانګو ده، دا خبره سمه نه ده او ناممکنه ده چې دیموکراسي دې داسې وي.
نوموړي په امریکا کې د ده د شخصي ساتونکو په غیابي ډول د نیولو حکم صادرول په داسې حال کې دوی امریکا په خپله یاد هیواد ته وربللي وو د دیموکراسۍ د اصولو خلاف بللي دي او امریکا يې له تمدن څخه لېرې هیواد بللی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top