سوريه او عراق: په تېرو درېیو کالنو کې په داعش ډلې ۲۵۰۰۰ ځلې هوايي بمبارۍ شوي

سوريه او عراق: په تېرو درېیو کالنو کې په داعش ډلې ۲۵۰۰۰ ځلې هوايي بمبارۍ شوي



روهي، (نۍ/۱۹ د تلې)، د سي اِن اِن د نوې راپور پر بنسټ په تېرو درېيو کالنو کې د سورېې په حلب، رقه او د عراق په موصل، فلوجه او رمادي ښارونو کې په داعش ډلې باندې ۲۵۰۰۰ ځلې هوايي بريدونه شوي چې د يادې ډلې، ډېر شمېر غړي يې وژلي دي. په دې ۲۵۰۰۰ ځلې بمباريو کې د سوريې او عراق په لسګونه ښارګوټي له منځه تللي او په لوړه کچه ځاني تلفات يې هم درلودلي دي. په سوريه او عراق د ويجاړو شويو ساختماني وادنيو د بيارغونې لګښت په سلګونه مېليارده ډلرو ته رسيږي، چې د سوريې او عراق د دولتونو له وړتيا لرې خبره ده.
د سوريې په رقه ښار کې پخوا داعش ډلې د ياد ښار په لس مېلونه وګړو واک درلود، خو اوس په دغه ښار کې د داعش ډېر جنګيالي ووژل شول او ځيني نور يې تسليم شوي دي. د داعش پاتې جنګيالي له ښاره لرې، نېږدي خاورينو دښتو ته تللي.
د سي اِن اِن د راپور پربنسټ په رقه ښار کې به داعش د خپلې ماتې په غبرګون کې يوځل بيا خونړۍ نښتې پيل کړي.
په سوريه کې د ۲۰۱۲ زيږديز کال راهيسې، د خونړۍ کورنۍ جګړې له امله ۶،۵ مېلويونه خلک ګډوال شوي او د ملګرو ملتونو د راپور په اساس د ۲۰۱۲ څخه تر اوسه په هرو دو ساعتونو کې پنځوس کورنۍ په سوريه کې د جګړې له امله خپل کورنه پرېږدي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top