د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته ماته ورکړې

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته ماته ورکړې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۹مه) ویل شوي، چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړې ده.
سریلانکايي لوبډلې ټاس ګټلی و او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه هم کړې، چې ټوله لوبډله د لوبې په ۴۵م اوور کې په ۱۷۳ منډو وسوځېده.
بل خوا  پاکستانۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۳۹ اورونو کې د درېیو وایکټو په زیان سره پوره کړ چې له دې سره یې د روانو پنځو یو ورځنیو لوبو په سریز کې ۴ ـ۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.
 د دغو سیالیو وروستۍ لوبه د اکټوبر په ۲۳ مه په شارجه کې ترسره شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top