د ټاکنو د دارالانشاء د کمېسیون رییس له دندې ګوښه شو

 د ټاکنو د دارالانشاء د کمېسیون رییس له دندې ګوښه شو



(روهي ـ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۹مه) د ولسمشرۍ مانۍ یوې معتبرې سرچینې ویلي، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا ريیس امام محمد وريماچ له دندې څخه لېرې شوی دی.
ویل شوي، چې وریماچ له خپلې دندې څخه د ناوړې اسفادې او فساد په تور د ولسمشر لخوا له دندې ګوښه شوی دی.
بل خوا په دې اړه حکومتي چارواکو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په رسمي توګه لا څه نه دي ویلي.
ښاغلی وریماچ له تېرو څو میاشتو څخه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د رييس په توګه کار کاوه.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top