روسیه وایي د ایران سره نړیواله اټومي هوکړه نهایي ده، بیا ځلي مذاکراتو ته اړتیا نشته

روسیه وایي د ایران سره نړیواله اټومي هوکړه نهایي ده، بیا ځلي مذاکراتو ته اړتیا نشته



د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له ایران سره نړیواله اټومي هوکړه نهایي ده او اړتیا نشته چې بیا پرې له سره کتنه وشي.
روسیې اعلان کړی دی چې په دې اړه به په خبرو اترو او مذاکراتو کې برخه وانه خلي او په باور یې چې یاده لانجه په کامل ډول حل شوې ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي رایابکوف چې د هستوي وسلو زیاتوالي د مخنیوي په اړه جوړه شوې ناسته کې یې خبرې کولې ویلي دي چې له ایران سره شوې هوکړه د تغیر وړ نه ده ځکه ټول مشکلات پکې حل شوي په کامل ډول حل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګیلاوروف ویلي وو چې له ایران سره د اټومي هوکړې په اړه د بیا ځلې خبرو هڅه کولی شي چې په نړۍ کې د هستوي وسلو د مخنیوي هڅې له خطر سره مخ کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top