پکتيکا: د حقاني شبکې ۲۵ غړي ووژل شول

پکتيکا: د حقاني شبکې ۲۵ غړي ووژل شول



روهي (نۍ/۲۹ د تلې)، د پکتيکا ولايت په ګيان ولسوالۍ کې د حقاني شبکې ۲۵ کسان د افغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوې دي.
کورنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې نن ورځ ويلي چې، "د افغان امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د حقاني شبکې ۲۵ کسان وژل شوي، ۳۰ نور ټپيان او د جګړې په ډګر د يادې ډلې په ډېر شمېر جګړيز توکي له منځه تللي دي."
د کورنيو چارو وزارت په وينا چې افغان امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته په دې عملياتو کې مرګ - ژوبله نه ده رسېدلي.
د حقاني شبکې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top