پر کابل ښار نن سهار وختي دوه توغندي ورول شوي دي

پر کابل ښار نن سهار وختي دوه توغندي ورول شوي دي



د کابل نهمې امنیتي حوزې اړوند شش درک سیمه کې له نامالوم لوري راغلي دوه توغندي لګیدلي دي.
په پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی، ویل کیږي چې یاد توغندي نن د سهار ۶بجو توغول شوي دي چې په کابل کې د ناټو پوځي ماموریت مرکز ته نېږدې لګیدلي دي.
پولیس وایي چې توغندي په شاړه سیمه کې چاودلي دی او چا ته یې زیان نه دی اړولی.
تر اوسه چې د برید پړه پرغاړه نه ده اخیستې.
دا توغندي په داسې حال کې پر کابل وریږي چې تمه کیده د امریکا له نوې ستراتیژۍ سره په افغانستان کې امنیتي حالت ښه شي خو لا هم مخ پر خرابیدو روان دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top