په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو کارول؛ ښیګڼې او نیمګړتیاوې!

په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو کارول؛ ښیګڼې او نیمګړتیاوې!



افغانستان هغه هېواد چې د عمر ډېره برخه یې په جګړو او کورنیو ستونزو کې تېره کړې ده او تل یې د عصري کېدو یا له مډرنو وسایلو د ګټه اخیستو په برخه کې په ډېر احتیاط ګامونه پورته کړی دی. آن تر دې چې ځینو د پرمختګ وسایلو ته د وخت حاکمانو د شک په سترګه کتلي او هغه یې د هېواد او خپل حاکمیت لپاره د خطر زنګ ګڼلي؛ چې ورځپاڼه لیکنه او د چاپ چارې د بېلګې په ډول یادولای شو چې د سېمې او نړۍ د هېوادونو څخه په لسګونو کاله وروسته د افغانستان د وخت حاکمانو په پوره احتیاط اجازه ورکړله او یا یې خپله اړتیا احساس کړه چې باید په دې هېواد کې د ورځپاڼې لیکنې چارې پیل شي او د ختیځ او لودیځ د ښکیلاکونو او یرغلونو د پام وړ په دې مرکز کې د ملت د فکر د روڼتیا لپاره کار وشي، چې په ۱۸۷۳ زیږدیز کال کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د ورځپاڼې څښتن شو دا په داسې حال کې ؤ چې لسګونه کاله وړاندې د نړۍ او سېمې ګڼو هېوادونو له وخت سره سم د چاپ ماشینونو څخه په ګټې اخیستنې د خپلو موخو لپاره ورځپاڼې چاپولې.
په داسې حال کې چې د هېواد په تېر تاریخ کې هر مدني، سیاسي، اقتصادي، تکنالوژیکي او نظامي پرمختګ ته د شک په سترګه کتل کېدل، تر دې چې ډېر کله ورته اجازه نه ورکول کېدله او یا هم تر کلک او بشپړ څار لاندې ؤ؛ خو له ۲۰۰۱ زیږدیز کال وروسته حالاتو بشپړ بدلون وموند او په بېلابېلو برخو کې پرمختګ وشو چې د ټکنالوژي د برخې پرمختګ یې د پام وړ دی، چې د مخابراتي خدماتو نیولې بیا تر انټرنټي خدماتو وړاندې کول ورځ تر بلې پراخ شول او اوس مهال له مخابراتي شبکو، انټرنټ او ټولنیزو شبکو ګټه اخیستل د افغاني ټولنې د ډېرو لوستو او نالوستو د ژوند برخه ګرځیدلې ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د موجودو شمېرو له مخې له ۵ میلیونو ډېر خلک انټرنټ ته لاس رسی لري او د نوري فایبر پروژې له پراختیا سره دا شمېر لوړېږي. د دې وزارت د معلوماتو په بنسټ د یوې سروې له مخې چې د دې وزارت او د التای د خدمتونو شرکت ترسره کړې له ټولو هغه کسانو چې انټرنټ ته لاس رسي لري ۸۷٪ له فیسبوک، ۳٪ له تویټر، ۲٪ له یوټیوب او ۱٪ بیا له نورو ټولنیزو شبکو ګټه اخلي.
په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ځینو نورو پرمختګونو تر څنګ د رسینو پرمختګ ډېر یادول کېږي چې د دې تر څنګ ټولنیزې شبکې هم ورځ تر بلې پراختیا مومي او د ټولیزو رسینو (تلویزیون، راډیو او مطبوعات...) تر څنګ خپلې دندې ترسره کوي او ډېری داسې موضوعاتو ته چې ټولیزې رسنۍ نشي کولای خلکو ته وړاندې کړي، ټولنیزې شبکې یې په پوره زړوتیا، له سانسور لرې او په آزاده فضا کې مطرح کوي او د مفسدینو او زورواکانو په افشا کولو کې ستره ونډه لري. خو ټولنیزې شبکې د ډېر مثبتو او ګټورو اړخونو تر څنګ ځینې منفي اړخونه هم لري چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه په افغانستان کې له ټولنیزو شبکو د ګټې اخیستنې لپاره کوم میکانیزم شتون نه لري او د قانوني او حقوقي تشي په دې درشل کې یې د خلکو سپکاوي، په خصوصي حریم یرغل، بېلابېلو تعصبونو ته لمن وهلو، او ډېرو نورو ټولنیزو ستونزو ته لار هواره کړې ده.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د چارواکو په خبره دا وزارت په دې برخه کې هم بې پروا نه دی، بلکې دری قوانین یې ترتیب کړي او د ارزونې لپاره یې عدلیې وزارت ته استولي چې د بریښنايي جرایمو سره د مبارزې، د بریښنايي لاسلیک او د بریښنايي معاملاتو قوانین دي. چې د دې وزارت د چارواکو په خبره د دې قوانینو د تصویب په صورت کې به د سایبري جرایمو د څېړنې او څارنې پروسه کې آسانتیاوې رامنځته شي.
همدارنګه د یادولو ده چې څه موده وړاندې له دې دريو قوانینو د بریښنايي جرایمو سره د مبارزې قانون د ولسمشر له خوا هم توشیح شو.
په افغانستان کې ټولنیزې شبکې:
په ټولنیزو شبکو کې فیسبوک تر ټولو مشهوره شبکه ده چې په ۲۰۰۴ زیږدیز کال د امریکا د متحده ایالاتو د هاروارډ پوهنتون د یو محصل مارک زاکربیګر له خوا رامنځته شوه او اوس مهال یې د کاروونکو شمېر نژدې دوه میلیاردو ته رسیدلی چې د نړۍ په کچه ډېر کارونکي لري او د رسنیو د نورو ډولو په پرتله یې په چټکتیا سره پرمختګ کړی دی، چې له نیکه مرغه په افغانستان کې هم فیسبوک په پوره چټکتیا سره د پرمختګ تر څنګ ورځ تر بلې پراختیا مومي او د هرې ورخې؛ بلکې د هرې شیبې په تېریدو سره نوي کارونکي له فیسبوک او نورو ټولنیزو شبکو سره یو ځای کېږي چې د (http://in.socialtimes.me/stat/AF) سایټ د معلوماتو پر بنسټ د ۲۰۱۳ زیږدیز کال د اکتوبر تر اتمې نیټې په افغانستان کې ۶۲۰ زره (پیجه) یا صفحې فعالې وې چې دا شمېرې بیا د (http://www.internetworldstats.com/stats3.htm#asia) سایټ د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د جون تر ۳۰ پورې (۲۶۰۰۰۰۰) دوه میلونه او شپږ سوه زره ښودل شوې چې پوره چټکتیا او پراختیا څرګندوي.
ټویټر، انستاګرام، یوتيوب، واټسپ، وایبر، سکایپ او نور هم د ټولنیزو شبکو له ډلې دي چې په افغانستان کې کارول کېږي، خو دا چې د فیسبوک په اندازه آسانتیاوې او د دوه اړخېزو او څو اړخېزو اړیکو له جوړیدو بې برخي دي د فیسبوک په کچه کارونکي نه لري او ټویټر تر ډېره د سیاستمدارانو، نظر خاوندانو او د حکومت چارواکو له خوا کارول کېږي.
په ټوله کې که ولیدل شي ټولنیزې شبکې د خبر رسونې او د خلکو، ارګانونو او حکومتي او غیر حکومتي سازمانونو او ټولنو له یو بل سره د تړلو او وصل کولو ښه وسیله ګرځېدلې او د هر چا لپاره یې د نظر څرګندولو چانس ورکړی او تر ډېره د ټولیزو رسنیو لپاره د موضوع او سوژې پیدا کولو ښه منبع ګرځیدلې؛ خو لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه له ستونزو هم خالي نه دي او تر ډېره یې خلک له ملګرو سره د حقیقي ملګرتیا په ځای په مجازي دنیا کې یو ځای کړي چې غم او خوشحالي یې ډېر کله همدلته خلاصه کېږي، خلک یې له طبیعي او حقیقي ملګرتیا او عاطفي ژوند لرې کړي دي، په ځینو کورنیو کې یې د یو بل پر وړاندې د بدبینۍ او شک فضا رامنځته کړې او ډېر خلک یې دومره روږدي دي چې د ملګرو د مجلسونو او ناستو خوند یې هم له ځان سره وړی، خو دا هرڅه نسبي او استثنايي هم دي، ځکه ډېری خلک له ټولنیزو شبکو د یو منظم پلان پر اساس د خپلو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ټینګولو او پاللو لپاره هم کار اخلي.
ټولنیزې شبکې (فیسبوک، ټویټر او ...) اوس مهال په نړۍ کې تر ټولو د لوړ سرعت  خبر رسونکې مرجع ګرځېدلې او په څو شیبو کې د دې شبکو پر مټ د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه د پیښو خبرونه خلکو ته رسېږي چې دا ځانګړنه آن ټلویزیون او راډیو هم نه لري. له بلې خوا ټولنیزو شبکو پر معلوماتو د انحصار کړۍ نوره بې معنا ګرځولې او د نړۍ په هر څنګ او څنډه کې هیڅوک، هیڅ دولت او هیڅ سازمان بغییر له ډېرې کوچنۍ استثناء څخه معلومات پټ نشي ساتلی، ځکه هر شخص د یو کمره لرونکي ټیلفون په درلودو او له انټرنټ سره د ارتباط په صورت کې ژورنالیست او خبر رسونکی ګرځیدلی چې د خپل فیسبوک، ټویټر، انستاګرام، یوټیوب او یا هم خپل وبلاګ له لارې کولای شي د هر هغه څه چې غواړي انځور، متن او ویډیو خپره کړي آن تر دې چې په ژوندۍ بڼه د دې شبکو له اصولو او هېوادونو د قوانیو سره سم هر څه خپاره کړي.
ټولنیزې شبکې د کارپوهانو له نظره:
په افغانستان کې رسنېز فعالان او کارپوهان سره له دې چې د ټولنیزو شبکو پراختیا او پرمختګ ته په ښه سترګه ګوري، خو په دې هېواد کې د دې شبکو غلطې کارونې اندیښمن کړي هم دي او باور لري چې تر ډېره په دې خاطر چې د خلکو د پوهې کچه ټیته ده له ټولنیزو شبکو ناوړه ګټه اخیستل کېږي.
د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد ذبیح الله حیدري وايي: "ځینې وختونه دا شبکې د شخصیتونو په ترور، تور لګونې، بې احترامي او سپکاوي، د خلکو د خصوصي حریم ماتلو، قومي مسایلو ته په لمن وهلو او د خلکو تر منځ د بېلتون اچونې لامل ګرځي." خو ښاغلی حیدري تمه لري چې د وخت په تېریدو سره به د خلکو د پوهې کچه لوړه شي او له دې شبکو به دا ډول نیمګرتیاوې کمې شي.
د ویسا ورځپاڼې مسؤول مدیر محمد زبیر شفیقي هم باور لري چې د ټولنیزو شبکو د کارونکو لویه برخه هغه کسان دي چې احساسات یې پر تعقل او تدبر برلاسي دي، خو نوموړی هم هیله من دی چې په راتلونکي کې د ښه والي په لور روان دی او داسې وخت به راشي چې له دې شبکو د ښې او سمې ګټې اخیستنې ګراف لوړ شي.
په همدې ډول د (افغانستان ما) ورځپاڼې مسؤول مدیر محمد هدایت سره له دې چې باور لري، اوس مهال ټولنیزې شبکې په سرعت او چکټیا کې لومړۍ خبره کوي، خو په باور یې ډېر کله حقیقت د سرعت قرباني کېږي او ډېرې زیاتې آوازې او بې مخینې نفرت خپرول کېږي.
د ښاغلي هدایت په وینا دا چې له ټولنیزو شبکو هر څوک کار اخلي په ټولنه کې یې یو ډول ټولنیز نفاق رامنځته کړی او د قومي، ژبنیو او مذهبي نفرونو خپرول هېواد کې بحران زېږوي.
له بلې خوا د هشت صبح ورځپاڼې د مسؤول مدیر مرستیال مجتبي هاشمي له له یوې خوا باور لري چې ټولنیزې شبکې کولای شي پر دولت د فشار آله و اوسي او ځینې موضوعات په جدي بحث بدل کړي، خو په وینا یې بیا هم د اصلي رسنیو اعتبار نه لري چې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top