ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې ترهګر د نابودۍ وړدي!

ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې ترهګر د نابودۍ وړدي!



افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پر امام زمان جومات او په غور کې پر یوه جومات د برید په غبرګون کې ویلي دي چې ترهګر د اسلام هیڅ ډول مقدساتو ته درناوی نه لري بلکه دوی یوازې اسلام خپلو ناوړه موخو ته د رسیدلو د وسلې په توګه کاروي او د خلکو امنیت ته یې ګواښ پیښ کړی دی.
د نوموړي یادې څرګندونې له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په ترڅ کې یې ولسمشر د یادو پیښو د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښودلې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top