سومالیا دولت د شباب ډلې پر وړاندې د سختې جګړې پیلیدو ته تیاری نیسي

سومالیا دولت د شباب ډلې پر وړاندې د سختې جګړې پیلیدو ته تیاری نیسي



د سومالیا لومړي وزیر حسن علي خیري پرون وویل چې د یاد هیواد ولسمشر د شباب المجاهدین ډلې پر وړاندې د سختې جګړې د اعلان لپاره تیاری نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د سومالیا د پوځ یوه چارواکي ویلي دي چې په یاده جګړه کې به د امریکا متحده ایالات وړ رول ولوبوي.
سومالیا دولت وروسته له هغې یاد تصمیم نیسي چې تېره شنبه د یاد هیواد پلازمېینه موګادیشو کې د چاودیدونکو توکو ډکې لارۍ د چاودنې له امله ۳۵۸ تنه مړه، ۲۲۸ټپيان او ۵۶ نور هغوی یې تري تم شوي دي.
د یاد برید مسوولیت شباب ډلې پر غاړه ندی اخیستی خو د سومالیا دولت وایي چې یاد برید شباب تر سره کړی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top