د ننګرهار خوګیاڼیو لسګونه کورنۍ د جګړو له امله جلال اباد ته راتښتیدلي دي

د ننګرهار خوګیاڼیو لسګونه کورنۍ د جګړو له امله جلال اباد ته راتښتیدلي دي



د ننګرهار ولایت خوګیاڼیو ولسوالۍ لسګونه کورنۍ د داعش او طالب وسله والو تر مینځ د جنګ جګړو له امله له خپلو سیمو وتلي دي او بیګاه شپه جلال اباد ته رارسیدلي دي.
عیني شاهدان وایي چې یادې کورنۍ یوازې په تن جامې لري او نور غونډ توکي یې په کورونو کې پاتې شوی دي.
د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر ویلي دي چې د خوګیاڼیو په وزیرو تنګي او زاوې سیمو کې د طالبانو او داعش تر مینځ سخته نښته روانه ده.
د سیمې اوسیدونکو ویلي دي چې دوی اوریدلي چې داعشیان له څپرې سیمې د زاوې په لور راروان دي نو له همدې ویرې یې کورونه پریښي دي او تښتیدلي دی چې شپه یې په ډاګ سبا کړې ده.
د ننګرهار اړوند ولایتي مسوولین وایي چې د کډوالو د ثبت لړۍ یې پیل کړې ده او د روغتیایي مرستو د رسیدلو کوښښ هم ورته کیږي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top