پر امام زمان جومات د برید تلفاتو وروستۍ شمېره، ۳۹ شهیدان او ۴۵ ټپيان

پر امام زمان جومات د برید تلفاتو وروستۍ شمېره، ۳۹ شهیدان او ۴۵ ټپيان



د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل دیارلسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د امام زمان پر جومات د برید په پایله کې ۳۹ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي په شهادت رسیدلي دي او ۴۵ نور یې ټپيان شوي دي.
پرون (۲۸/۷/۱۳۹۶ ل) د ماښام شپږو بجو په شاوخوا کې یو کس په جومات کې دننه لومړي پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې او وروسته یې پر ځان پورې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې یاد کسان قرباني شول.
داعش ترهګرې ډلې د یاد برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.
یاد برید په کوردننه او دباندې د شیعه ګانو او اهل سنت علماوو او اعوامو له خوا له توند غندنو سره مخ شو.
دا په داسې حال کې ده چې په ورته پېښه کې چې په غور ولایت کې رامینځته شوه د یو سیمه ییز قوماندان فضل احد خان په ګډون ۳۳ کسان وژل شوي دي چې کومې ډلې یې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top