د عراقي ځواکونو او کردي پیشمرګه قوتونو تر مینځ سختې نښتې شوي دي

د عراقي ځواکونو او کردي پیشمرګه قوتونو تر مینځ سختې نښتې شوي دي



د عراق پوځ او کردانو پیشمرګه ځواکونو تر مینځ د اربیل ښار چې د عراقي کردستان پلازمېینه ده سختې نښتې شوي دي چې دواړو خواوو ته پکې سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کردانو وروسته له هغې له عراقي پوځ سره په جګړه لاس پورې کړ چې د کردانو مشر مسعود بارزاني عراقي ځواکونه د کردانو پر وړاندې د جرمونو په تر سره کولو تورن کړل.
سرچینې وایي وروسته له هغې چې عراقي ځواکونو د کرکوک ښار په بشپړه توګه ونیوه او د التون کوبري ښارګوټي په لور کوم چې د اربیل او کرکوک پر پوله پروت دی وړاندې تګ پیل کړ د پیشمرګو ملیشو له خوا یې د وړاندې تګ مخنیوی وشو چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو ترمینځ جګړه پیل شوه چې له امله یې د کرکوک او اربیل تر مینځ لوی پل هم ویجاړ شوی دی.
دواړه خواوې یو بل تورنوي چې پل دوی وران کړی دی.
له بل لوري د کرکوک روغتون مسوولین چې له دیرشو زیات د عراقي ځواکونو او شیعه ملیشو مړي وروړل شوي دي او له سلو زیات هغه یې هم ټپیان دي.
یاده جګړه وروسته له هغې پېښیږي چې عراقي ځواکونو له جګړې پرته د کرکوک ښار په بشپړ ډول ونیوه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top