د ملکي مرګ ژوبلې غم،که تبلیغاتي ګټه؟

د ملکي مرګ ژوبلې غم،که تبلیغاتي ګټه؟



صلیبي نړۍ چې رهبریت کې یې امریکا ولاړه ده؛ په افغانستان باندې د نظامي یرغل ترڅنګ، دروند فکري یرغل هم وکړ. چې د دوهم هغه لپاره یې خورا زیاتې او مختلف النوعه وسلې په کار واچولې، همدې وسیلو د اذهانو په بدلون کې خورا ژور تأثیر درلود. داسې تأثیر چې ډیرې رڼې سترګې یې ړندې کړې. ډیر داسې کسان راپورته او ډیرې ادارې چې ځان بشري حقونو ته ژمن بولي؛ د امریکا او د هغوی د مرتزقه غلامانو هر جنایت ته بلها توجېهات او بهانې لټوي. آن چې په ځینو مواردو کې امریکا خپل جنایت مني، خو همدا مرتزقه غلامان د جنایت په توجیهاتو پسې ګرځي. خو که طالب هغه څه وکړل چې د کولو لپاره یې دلایل لري؛ بیا نو بغارې پیل کړي چې ملکيان ووژل شوه، د ښوونځي ماشومان په وینو سره شول، هټیوال زخمیان شول، د بشر حقوق نقض شول، جنګي اصول تر پښو لاندې شول او داسې په لسګونو نورې بې انډوله چیغې. ډیر لرې به نه ځو! همدې یوه میاشت کې به د طالبانو، امریکایانو او د هغوی مرتزقه غلامانو جنایاتو ته نظر واچوو:
د هلمند ولایت د نادعلي او مارجې ترمنځ د امریکایي بې پیلوټه الوتکې د بمبارۍ له کبله ۲ښځې، ۲ نارینه او یو ماشوم په شهادت ورسېدل.
د همدې میاشتې(تلې) په ۲۴ مه د ننګرهار په پچیرآګام کې د ګډو ځواکونو له لورې ۱۰ تنه کلیوال له کورو را وایستل شول او وروسته د ډزو پر مټ شهیدان شول.
د همدې میاشتې په ۲۱مه د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې لخوا بمبار وشو، چې د ۲۰ په شاوخوا کې واده ته روان ملکیان په شهادت ورسېدل. دا د امریکايي جهت د جنایاتو مشت نمونه خروار وه؛ چې نه کوم سیاستوال وویل چې ملکیان وژل شوي، نه کومې رسنۍ پرې راپور چمتو کړ چې ګواکې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، او نه هم کومې ادارې چې ځان بشري حقونو ته ژمن بولي؛ غږ اوچت کړ. پارلمان، مدني فعالان او مشرانو جرګه خو ولاکه په داسو ملکي مرګ ژوبلې ځان هم خبر ګڼي. خو وړمه ورځ طالبانو د پکتیا پر امنیه قومندانۍ او د فوځ پر روزنیز مرکز سرتېری برید وکړ؛ چې په پایله کې یې د امنیې قومندان په ګډون سلګونه عسکر مړه او زخمیان شول. د یوې رسنۍ پر وینا، چې سرتېری بریدګر له څو امنیتي کمربندونو تیر او د امنیې قومندان د دفتر د ودانۍ ترڅنګ یې موټر ټه انفجار ورکړ. خو رسنیو د دولت پر ناکامۍ ځان واچاوه او دې خبرې ته یې زور ورکړ چې ملکیان وژل شوي. که د پېښې موقیعت ته وکتل شي؛ دا بیخي ناشوني ده چې د قومندان د دفتر ترڅنګ دې سهار وختي ملکیان ویده شي، او یا هلته اجتماع جوړه کړي. ځکه د یوې عادي پوستې په شل مترۍ کې څوک قدم نشي وهلی، خو د امنیې قومندان دفتر بیا د ماشومانو او ښځو پر مخ شپه او ورځ خلاص وي او هلته بنډارونه کوي.
اوس د تأمل خبره دا ده چې که رښتیا هم پر ملکي مرګ ژوبلې مو زړه خوږیږي؛ اړینه ده چې بې تفاوته زړه پرې بد شي. مانا دا چې هم د طالبانو لخوا ملکي مرګ ژوبله وغندل شي او هم د امریکایي جهت؛ داسې نه چې د امریکایي جهت جنایات او د هغوی له لوري ملکي مرګ ژوبله باندې غوږونه کاڼه او سترګې ړندې شي او د طالب لخوا که بیا څارنوال، عسکر، اربکی، جاسوس او د امریکایي جهت نظامي ووژل شو، بیا نو ډنډوره واچول شي چې هله کدر یې راوژلی، پاڅه روڼ اندی یې راووژلی.طالب ترهګر دی، ځکه قومندان یې وواژه، دې قومندان خو کور ته ډوډۍ ګټله. طالب وحشي دی، ځکه هغه سرتېری یې وواژه چې د خپلې نېشې او اعتیاد روپۍ يې پوره کولې.په ډاډه ویلای شو چې اصلا د همدغو کسانو او ادارو پر ملکي مرګ ژوبلې زړه بد نه، بلکې دوی د خپلې مطبوعاتي جګړې لپاره چې د مسلمان افغان ولس پر وړاندې یې پیل کړې؛ مواد ترلاسه کوي او بیا د دې لپاره چې د ولس او طالب ترمنځ واټن ومیندل شي، دا مواد په پوره زور سره نشروي. آن چې د موادو په نشر کې د حقیقت او کذب خیال هم نه ساتي، داسې تصویرونه هم د دوی له خوا نشر شول چې د سوریې د جګړې دي. د فوټوشاپي تصویرونو نشر خو اوس بیخي کلیشه یي دی. خو ولس هر څه په خپلو سترګو ویني، هرڅه پېژني او د دوی په مکرونو او رسنیزو ډنډورو به هېڅکله ونه غولیږي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top