په کابل کې پر جومات وسله واله حمله شوې

په کابل کې پر جومات وسله واله حمله شوې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۸مه) څو شیبې وړاندې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د امام زمان پر مسجد وسله والو حمله کړې ده.
په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي، چې حمله د ماښام له لمانځه څو شېبې وروسته شوې ده.
عیني شاهدانو د پېښې په سیمه کې شااوخوا ۳۰ تنو جسدونه لیدلي دي.
وایي هلته لا ډزې روانې دي.
تر دامهاله ددې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top