ولسمشر محمد اشرف غني يو ځل بيا په وسله والو مخالفينو د سولې غږ وکړ

ولسمشر محمد اشرف غني يو ځل بيا په وسله والو مخالفينو د سولې غږ وکړ



روهي (جمعه / ۲۸ د تلې)، د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن (جمعه) د وريښمو لار د ښاروالانو په ۱۲ ناسته کې د هېواد وسله وال مخاليفين سولې او خبرو اترو ته دعوت کړل او همدارنګه يې ورته ګواښ وکړ چې، هغه ترهګرې ډلې چې د افغانانو تباهي لټوي په خپله له تباهۍ سره مخ دي او ترهګر نشي کولای چې افغان امنيتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې مات کړي.
محمد اشرف غني ګاونډيو هېوادونو ته په اشاره وويل، "هغه هېوادونه چې له ترورېزم ملاتړ کوي، د ترورېزم په شتون کې خپلې ګټې او شتون لټوي، بايد پوه شي چې په دې کړنو سره منځوي او له نړيوالې ټولنې يوازې کوي."
نوموړي نننۍ څرګندونې په داسې حال کې کړي چې يو خوا له طالبانو سره د سولې په اړه د عمان په مسقط کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازو غونډه روانه ده او بل خوا په تېره اونۍ کې طالبانو په پکتيا، کندهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې خونړي بريدونه ترسره کړل.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top