د بدلون پاڅون (رستاخيز تغير) غورځنګ پلان لري چې په کابل کې يو ځل بيا خيمې ودروي

د بدلون پاڅون (رستاخيز تغير) غورځنګ پلان لري چې په کابل کې يو ځل بيا خيمې ودروي



روهي (جمعه/۲۸ د تلې)، د بدلون پاڅون يا رستاخيز تغير په نوم ډلې نن ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، "په مونږ کې قدرت هم شته او وړتيا هم. که لوې څارنوالي زمونږ د شيهدانو دوسې ونه څېړې مونږ به يو ځل بيا په کابل کې خېمې ودرو او دغه لړۍ به نورو ولايتونو ته هم وغځو."
دوی د خپلو هغه کسانو د دسيو د بيا څېړنې غوښتنه کړي، کوم چې د روان کال د جوزا په مياشت کې د مظاهرو په ترڅ کې ووژل شول.
يادې ډلې په کابل کې د چاودېدونکو موادو د ټنکر له بريد ورسته چې سلګونه کسان په کې ووژل شول، خپل حرکت پيل کړ. دغه ډلې د جوزا په مياشت کې له تاوترېخوالي ډکې مظاهرې وکړې چې امنيت ځواکونو يې د مخنيوي لپاره هڅې وکړې خو د يادې ډلې يو شمېر کسان، د تاوترېخوالي په مظاهرو کې ووژل شول.
د پاڅون بدلون ډلې د جواز په مياشت کې هم د کابل د ګڼې ګوڼې په بېلا بيلو سيمو او څلورلارو کې خېمې وهلي وې، چې د کابل ښاريان يې د تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ کړي وو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top