رېکس ټيلرسن: ترڅو چې طالبانو سولې ته غاړه نه وي ايښي مونږ له افغانستان نه وځو

رېکس ټيلرسن: ترڅو چې طالبانو سولې ته غاړه نه وي ايښي مونږ له افغانستان نه وځو



روهي (جمعه/۲۸ د تلې)، د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير رېکس ټيلرسن په خپلو نوې څرګنونو کې ویلي، "واشنګټن به د ترورېستانو ځالې، چې په هر ځای کې وي له منځه يوسي، په ترهګرو ډلو به بنديزونه غوره کړي تر څو د دوی هر ډول مالي او نورې تکميلي سرچينې بندې شي. مونږ به تر هغه وخت پوري په افغانستان کې خپل پوځي شتون ولرو تر څو چې طالبانو سوله نه وي منلی. " ریکس تیلرسن طالبانو او نورو وسلوالو ډلو ته په پيغام کې وويل، "طالبانو او نورو ترورېستي ډلو ته دا پيغام ورکوم چې مونږ هيچ چېرته هم نه ځو! تر هغه به په افغانستان کې پاتې و، ترڅو ستاسو مفکورې ته تغير ورکړو او تاسې د سولې پروسې سره يوځای او يو افغان شموله حکومت جوړ کړی."
نوموړي په خپلو خبرو کې په پاکستان يو ځل بيا غږ وکړ چې، "د اسيا په سويل کې پاکستان د امريکا متحده ايالاتو يو همکار هېواد دی. مونږ له پاکستان غواړو چې د ترهګرو د پټنځاينو په اړه جدي کړنې ترسره کړي. هغه ترهګر چې پاکستانيانو او د سيمې خلکو لپاره ګواښ دی."
د امريکا د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په د اسې حال کې کوي چې په روانه او د زېږديز کال په تېره سېپټمبر مياشت کې افغان امنيتي ځواکونو ته په جګړو او ځانمرګو برېدونو کې په سلګونه مرګ - ژوبله اوښتي ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top