کارډين: کابو ۸۰۰ افغان سرتيري وژل شوي دي

کارډين: کابو ۸۰۰ افغان سرتيري وژل شوي دي



روهي (جمعه/۲۸ دتلې)، د کارډين ورځپانې د خبر له مخې د روان زېږديز کال په سېپټمبر مياشت کې، د طالبانو له خوا په بمي، ځانمرګو او مخامخ جګړو کې کابو ۸۰۰ افغان سرتيري وژل شوي او په سلګونه نور ټپيان شوي دي.
يوازې په تېره يوه اونۍ کې د هېواد په ګوټ - ګوټ کې، خو په ځانګړي ډول په سويل او سويل ختيځو ولايتونو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ نندريو او جګړو زور واخېست. په کندهار، غزني، وردګو او فراه ولايتونو کې طالبانو د ځينو ولسواليو د نېولو خبرونه خپاره کړل او همدارنګه طالبانو په تېره اونۍ کې، په پکتيا، کندهار او کابل کې خونړي بريدونه ترسره کړل.
دواړو خواو (افغان حکومت او وسلوالو مخالفينو) يې يو او بل ته د مرګ - ژوبلې، ماتې، ځاني او مالي زيان او له خپل لورې په جګړه کې د بريا خبرې کوي.
په نېږدې تېر کې، د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو نوې سټراټېژۍ، د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه راتګ افغانستان ته، د سام ناستې او په عمان کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا هېوادونو د استازيو ترمنځ د سولې خبرو افغانو ته د سولې او امن هيله ورکړې وه. خو له دې ټولو ورسته طالبانو او د حکومت نورو وسلوالو ډلو په خپلو بريدونو کې ډېروالی راوستی دی، چې افغان حکومت يې پړه يو ځل بيا په پاکستان اچوي.
د هېواد د ملي د فاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري وايي، "پاکستان غواړي نړۍ ته دا څرګنده کړي چې ياد هېواد پر طالبانو کوم واک نه لري، او طالبان دې دا ډول بريدونو خپلواکه وړتيا لري."
د طالبانو له خوا ورستيو بريدونو، د افغانانو د سولې فکر يو ځل بيا د جګړې او نا امنيو په لور اخېستی. افغانان په داسې حال کې د جګړو شاهدان دي چې امريکا په خپله نوې سټراټېژۍ کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د نور اضافي سرتيرو د رالېږلو ژمنه کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top