اين ره که تو مېروي به ترکستان است

اين ره که تو مېروي به ترکستان است



څلوېښت کاله! څلوېښت کاله وشول چې د جهاد په نوم زمونږ په سرونو لوبه روانه ده. لوبغاړي بدليږي رابدليږي خو د لوبې ميدان يې اوس هم دا بدبخت هېواد دى او قربانيان ددې کثيفې لوبې صرف او صرف خوار او غريب افغانان دي، نه خو په کې د لوبغاړو ځان او اولاد ته نقصان ورسېد او نه يې هم مال ته بلکه چا چې په کې برخه واخيسته هغوى لا مالامال شول، عزتممد شول، او د رسوخ خاوندان شول.
خلقيانو، پرچميانو، مجاهدينو، طالبانو، او اوس اوس داعش هر يو ددې خوار ولس په بربادولو کې پوره ونډه اخيستې او چې کله يې وخت پوره شوى نو د تور او سور بادار لخوا لکه د پيپسي بوتل ايسته غورځول شوي.
کله يې د کور، کالي، ډوډۍ او کاګرو د انقلاب په نامه تېر اېستو، کله يې د اعلاء کلمه الله په نامه راباندې تجارتونه وکړل، او کله يې د جنت د شرابو سپينو سپينو حورو او غلمانو په داستانونو راڅخه ځانمرګي جوړ کړل، او کله يې د هغه شرعي نظام په نامه که چېرته نافذ شي لومړى بايد همدوى په دار کړي او هغه تش په نوم ازادي چې کوم چې په اصل کې تيوکراتيک ديکتاتوري ده په نومونو تنکي تنکي ځوانان را څخه تر خاورو لاندې کړل.
په وطن يې شپه او ورځ ړانده راکټونه واورول، جوماتونه، روغتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه يې بمبارد کړل ملي شتمنۍ يې ولوټلې، د دفتر تر کاغذونو او چوکيو يې چور کړل، ميندې يې بورې کړې، پلرونه يې په ملا مات کړل، د ښکلو ښکلو پېغلو ارمانونه يې ايره کړل خو ددوى زړونه لا هم يخ ندي لا يې هم ددې وطن بربادۍ ته مټې نغښتلي دي لا هم زما سرتېري ته د کافر په سترګه ګوري لا هم زما تور سور زرغون بيرغ ورته د غلامۍ سمبول ښکاري لا مو هم وېژني او هر يو واجب القتل ګڼي .
کله مې کندز او پکتيا او کله ننګرهار او کندهار په وينو لت پت کړي دا څرنګ جهاد دى چې هېڅ ثمره نلري دا څرنګ د خداى نصرت دى چې هېڅ ددې غريب ولس په برخه نشو دا څرنګ فتح ده چې په څلوېښت کلونو کې هم تر لاسه نشوه.
ماشومان مو له لوږې مري د پنځه زره کلن غيرتي قوم خويندې په سرکونو خيراتونه ټولوي ځوانان مو څه ددې نامرده جګړې قرباني شول او څه د يونان د سيندونو او او ايران ددښتو خوراک شول . تر 65% څخه زيات وګړي مو د تعليم له نعمت څخه بې برخې دي , نږدې 40% افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي .
نه خو د کور خاوندان شولو نه د ډوډۍ او نه د کاليو د نورو هېوادونو له سيالۍ پاتې شو د نړيوالو د خندا شولو د ترورېست نوم راباندې کېښودل شود اسلام او د افغان نوم بد شو حيثيت مو له لاسه ورکړ پاسپورټ مو ددنيا تر ټولو ضعيفه پاسپورټ شو نور نو څومره تاوانونه د جهاد په نامه رارسوئ نه خو دا جګړه د ازادۍ ده او نه هم د شرعي نظام دپاره بلکه د قدرت د تر لاسه کولو دپاره پست ترينه وسيله ده کوم چې ترورېزم بللى کيږي . او کوم شرعي نظام کومه ازادي ؟ هغه چې د ميليونونو بې ګناه انسانانو په وينه تويولو نافذيږي تر داسې شرعي نظام نه نافذېدل يې غوره دي . آيا دا هر څه په دومره قربانيو ارزي؟ آيا د ازادۍ لپاره مبارزه بېدون له تشدد څخه ممکنه نه ده ؟ آيا ددوى دا اعمال د اسلام مبارک دين سره په ټکر کې ندي؟ آيا دوى ددې ميليونونو شهيدانو وارثانو ته کوم ځواب لري؟ آيا دوى (ددوى له قوله شرعي نظام ) په زور په خلکو تحميلولى شي؟ آيا دوى ددين په نامه د خلکو څخه د هغوى د ژوند کولو حق اخيستلاى شي ؟ نه هېڅکه نه .... دا هر څه بېدون له تاوانونو او د بې ګناه انسانانو د مرګونو څخه پرته نور هېڅ هم نده او هېڅ تقدس نلري او ددې جنګ جاري ساتونکي صرف او صرف ترورېستان او د وطن سره خيانت کوونکي دي .
ترسم که نرسي به کعبه اى اعرابي
اين ره که تو مېروي به ترکستان است.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top