سي ای اې ویلي: تښتول شوې کورنۍ۵ کاله په پاکستان کې ساتل شوې

سي ای اې ویلي: تښتول شوې کورنۍ۵ کاله په پاکستان کې ساتل شوې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۸مه) د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې مشر وايي، تېره اونۍ موندل شوې امریکايي- کناډايي کورنۍ پنځه کاله پّ پاکستان کې ساتل شوې ده.
بل خوا ویل شوي، چې دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي چارواکی په ډاګه وايي، موندل شوې کورنۍ پاکستان کې ساتل کېده.
یاده تښتول شوې کورنۍ  پر ۲۰۱۲ کال افغانستان کې تښتول شوي وو، د لومړنیو معلوماتو له مخې دا کسان بیا پاکستان ته لېږدول، خو د امریکايي څارګرو د مرستې له مخې د پاکستان پوځ له ډیورنډ کرښې سره عملیات وکړل او دا کورنۍ یې خوشې کړه.
د پاکستان د پوځ په یو بیان کې راغلي و، چې قبایلي سیمه کورمه ایجنسۍ کې یې دا پنځه کسان وموندل.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top