جماعت الاحرار ډلې مشر خالد عمر خراساني افغانستان کې وژل شوی

جماعت الاحرار ډلې مشر خالد عمر خراساني افغانستان کې وژل شوی



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۸مه) په راپورونو کې راغلي، چې د پاکستاني طالبانو د یوې څانګې جماعت الاحرار ډلې مشر خالد عمر خراساني په افغانستان کې وژل شوی دی.
د ډلې یوه ویاند اسد منصور پرون له رویټرز خبري آژانس سره په یوه ټیلیفوني تماس کې د خراساني مړینه منلې ده او ویل یې دي، چې زموږ مشر په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې ټپي شوی و او نن یې سا ختلې.
دغه ویاند ویلي چې پر خرساني حمله په پکتیا ولایت کې شوې وه.
بل خوا د راپورونو له مخې په دې برید کې د جماعت الاحرار نهه تنه نور قوماندانان چې له نوموړي سره یوځای وو، هم وژل شوي دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top