د MS شهزاد او MS ډوني تر منځ پنځه خصوصيات

د MS شهزاد او MS ډوني تر منځ پنځه خصوصيات



څرنګه چې تاسو ښه پوهیږئ، محمد شهزاد د افغانستان او مهندرا سېنګ ډوني بیا د هندوستان هیواد لوبغاړي دي. د دوی دواړو بیټنګ سټایل یو شان دی او هر بالر که هغه تېز وي او که سپینر د شپږیزو او څلوریزو هڅه پرې کوي او بل دا چې نه یوازې د خپلو لوبډلو لپاره بېټېنګ کوي بلکې غښتلي ویکټ ساتونکي هم دي. د شهزاد په پرتله ډوني د کریکټ ښه تاریخ لري دا چې د شهزاد د خوښې لوبغاړی ایم ایس ډوني دی خو پنځه خصوصیات د شهزاد پرې لوړ دي چې لاندې یې لوستلی شئ.
۱: په یوورځینیو لوبو کې د ډوني په پرتله شهزاد ښه سټرایک رېټ لري: که څه هم ډوني زیاتې یو ورځینۍ لوبې کړې ډې ډېرې منډې او زیاتې پنځوسیزې لري خو سټرایک رېټ یې بیا ۸۹،۲۷ ده او او افغان ( (Blue Tiger محمد شهزاد بیا کمې لوبې کړې خو په (ODI) لوبو کې له ډوني څخه لوړ ۵۶ ،۹۱ سټرایکرېټ لري .
۲: په شل اوریزو لوبو کې شهزاد زیاتې پنځوسیزې او یوه سلیزه لري، مګر ډوني نه سلیزه او نه پنځوسیزه لري: ډوني ۷۳ شل اوریزې لوبې کړې چې زیاتې منډې یې ۴۸ ناټ اوټ دي خو بل پلو شهزاد ۵۰ شل اوریزې لوبې کړې چې زیاتې منډې یې ۱۱۸ ناټ اوټ دي په ۲۰۱۶ کال کې د زمبابوی پر خلاف کړې دي، که څه هم شهزاد د خپلې لوبډلې اوپنر دی نو د زیاتو منډو چانس لري خو بل خوا ډوني په ۵ یا ۶ نمبر بېټېنګ ته راښکته کیږي چې زیاتو منډو او یا هم د پنځوسیزې چانس په لاس نه ورځي.
۳ : په شل اوره لوبو کې شهزاد د ډوني په پرتله ښه سټرایک رېټ لري: شهزاد په ۵۰ لوبو کې ۱۴۰،۴۲ سټرایک رېټ لري او ډوني بیا په ۷۳ لوبو کې ۱۲۵،۳۳ سټرایک رېټ لري.
۴: شهزاد په کمو لوبو کې زیات سټمپونه اخیستي خو ډوني په زیاتو لوبو کې کم سټمپونه اخیستي: شهزاد نږدې په ټولو لوبو کې ۹۶ سټمپونه اخیستي او ډوني په ټولو ۳۷۰ لوبو کې ۱۲۷ سټمپونه اخیستي چې په اورېج کې د شهزاد ویکټ ساتنه ترې غوره ګڼل کیږي.
۵: په (First-class) لوبو کې شهزاد د ډوني په پرتله ښه اورېج لري : لکه څرنګه چې شهزاد کمې فرسټ کلاس لوبې کړې خو له ډوني څخه کمې منډې لري خو په اعلان شوې کټا ګوری کې شهزاد ۵۵،۵۰ او ډوني بیا ۳۸،۴۸ د پېټېنګ اورېج لري
tags

ستاسې تبصرې

*


Top