څنګه کولای شو خپلې پیسې مدیریت کړو؟

څنګه کولای شو خپلې پیسې مدیریت کړو؟



دا چې څنګه کولای شو پیسې وسپموو او بیا څنګه کولای شو د سپمول شویو پیسو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړو؛ یو هر اړخیزه علمي او عملي ستراتیژۍ او مدیریت ته اړتیا لري.
د شتمن توب او پیسو لاسته راوړلو لپاره د هڅې تر څنګ، جدي تصمیم نیول، هیله مندي، د معلوم موخې ټاکل، ټینګ هوډ، او عملي بڼه ورکول بنسټیز ټکي دي.
ډېر کله د پیسو سپمول او د هغوی په سمه توګه سره مدیریت کول خورا ستونزمن کار وي. د یو منظم او علمي مالي پلان د نه شتون له کبله ډیری وګړي او بیا په خاص ډول سره بډایان د لویو، لویو مالی تاوانونه او ماتو سره مخ کیږي.
که تاسو هم ورته هوډ لری او د شتمن توب په لور ګام اخلی لاندی ټکي  په غور سره ولولئ:
۱) ګټې او لګښتونه مو کنټرول کړئ:
خپل ټول لګښتونه او ګټې (عواید) مو وټاکئ. لومړۍ قدم د دې لپاره چې پوه شو څنګه کولای شو خپله پانګه وسپموو دا ده چې پوه شو څومره لګښت کوو او څومره ګټه (عواید) لاسته راوړو؛ که مو لګښتونه له عوایدو څخه زیات شول نو ژر تر ژره مو لګښتونه کنټرول کړئ او یا مو د عوایدو د زیاتوالي لپاره نورې لارې چارې ولټوئ. خو که چیرې مو لګښتونه له عوایدو څخه کم وي تاسې بریالي یاست؛ ښه به دا وي چې ځان ته ډالۍ ورکړئ.
۲) د عوایدو د زیاتوالي هڅې وکړئ:
د عوایدو(ګټو) د زیاتوالي لپاره هېڅکله هم په یوه زېرمه بسنه مه کوئ؛ ښه به دا وي چې د نویو لارو چارو په لټه کې شئ. د دې پر ځای چې لګښتونه مو را ټیټ کړئ؛ هڅه وکړئ د عوایدو پر زیاتوالي مو غور وکړئ.
۳) د راتلونکو احتمالي ګواښونه لپاره مو بودیجه پرانیزئ:
ډېر کله داسې پېښيږي چې دنده مو له لاسه وځي؛ او یا هم په کار او سوداګرۍ کې د مالي اړخه زیانمن کېږو؛ خو که چېری مونږ د احتمالي ګواښونو بودیجه ولرو نو په اړین  وخت کې به د مرستندویې زیرمې په ډول ترینه ګټه پورته کړو.
۴) د سبا په اړه فکر وکړئ:                  
کله مو چې دوه افغانۍ ولرې؛ هڅه وکړئ له شته افغانیو څخه یوه افغانۍ د راتلونکو ورځو لپاره وساتئ.
۵) بودیجه او مالي موخې مو وټاکئ:
دغه موخې کیدای شي لنډ مهاله او یا هم اوږد مهاله وي. لنډ مهاله موخې لکه: هره میاشت په موټر یا کورباندې له حده زیات لګښتونو مخه نیول؛ اوږد مهاله موخې لکه: د کور، ځمکې او یا نوې پانګه اچونې لپاره سپما کول او یاهم تر ټاکلې مودې د ټاکلې پانګې جوړول.
۶) د اړینو او بې ځایه لګښتونو تر منځ توپیر پیدا کړئ:
د بې ځایه لګښتونو مخه ونیسئ. اړین توکي مو په مصرفي بودیجه کې وټاکئ.
او له پاتې نورو څخه د تفرېح او سپما په موخه ګټه پورته کړئ.
۷) بازار ته تللو کې کمې پیسې واخلئ:
بازار ته تللو کې هیڅکله هم زیاتې پیسې مه اخلئ؛ تر څو د بې ځایه لګښتونو مخه ونیسئ.
۸) ورځني لګښتونه مو ولیکئ:
ښه به دا وي د بودیجې جوړولو لومړۍ ورځو کې مو د ورځني لګښتونو لېسټ ولیکئ؛ ترڅو وکولای شئ د بې ځایه توکو د رانیولو مخنیوی وکړئ.
۹) هڅه وکړئ خپل ځان ته تنخواه وټاکئ:
که چېرې د کاروبار خاوند یاست او یا هم کم تر کمه عواید لری؛ نو د ځان لپاره  میاشتني یا هم ورځني عوایدو سره سم تنخواه وټاکئ.
۱۰) هيڅکله هم پور مه اخلئ:
هڅه وکړئ له پور اخیستلو او پور ورکولو څخه ډډه وکړئ. که چېرته مو د ډېرې اړتیا له مخې پور واخیست؛ نو د پیسو په لاسته راوړلو سره هڅه وکړئ خپل ټول پورونه اداء کړئ.
۱۱) له ټکنالوژۍ ګټه پورته کړئ:
که چېرې د (Quicken, Microsoft) او یا هم نورو ګڼ شمېر مالي لګښتونو پروګرامونو څخه ګټه پورته کړئ؛ نو ستاسو مالي مدیریت به په خورا ښه توګه سره ترسره شي.
لیکوال: حکمت الله نظری
 
 
 
 
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top