په ننګرهار کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوه

په ننګرهار کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت  شوه


(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش،تلې ۲۱مه) د افغانستان په ننګرهار ولایت کې کې روغتيايي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یوه څوارلس مياشتنۍ نجلۍ ګوزڼ اخته شوې ده

ښاغلي نجيب الله کاموال وایي، لابراتواري پايلې ښيي چې دا ويروس له پښتونخوا سره اړيکه لري او له هغه ځايه را لېږدېدلی.

د هغه په وینا، د يادې کورنۍ دريو نورو کوچنيانو ته وخت په وخت واکسين شوي، خو دې نجلۍ ته په تېرو دوو دورو کې د ګوزڼ ضد واکسين نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دوو کلونو راهيسې په ننګرهار کې د کوزڼ کومه مثبته پېښه نه وه شوې، خو له دې وړاندې پکې په ګوزڼ د اخته کوچنيانو له لسو ډېرې شمېرې ثبت شوې دي.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top