امريکا او اسرئيلو د يونسکو غړيتوب پرېښود

امريکا او اسرئيلو د يونسکو غړيتوب پرېښود



روهي (جمعه/۲۱ د تلې)، د امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی، چې د يونسکو (د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري ارګان) غړيتوب به پرېږدي. متحده ايالاتو په ياد ارګان، د اسرائيل سره د تعصب لرو تور پورې کړی.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، هیتر نووټ وويل، "د امريکا متحده ايالات به، يو بله څارونکي اداره د هغې د ځاي نېونې لپاره په پريس کې رامنځ ته کړي."
د اسرائيلو حکومت د امريکا متحده ايالاتو دغه پرېکړه ستايلي او د يونسکو ارګان يې د یو بې ارزښته تياتر او تمثيل په نوم ياد کړی. د اسرئيلو لومړي وزير بنیامین نتانیاهو، د هېواد بهرنيو چارو وزارت ته امر کړئ، چې له ياد سازمان څخه د اسرائيلو د وتلو پروګرام مخ ته یوسئ.
د يونسکو مشرې ایرینا بوکووا په يو بيان کې ويلي، "له یونسکو څخه د امريکا متحده ايالاتو وتل د څواړخيزو همکاريو پر وړاندې زيان دی، خو امريکا له وړاندې په دې اند وه چې، يونسکو د امريکا او امريکا د يونسکو لپاره کوم ارزښت نه لري."
په د ۲۰۱۱ زېږديز کال کې يونسکو د فلسطين له غړيتوب سره په ياد سازمان کې هوکړه کړي وه.
د ملګرو ملتونو په ځينو ادارو کې د فلسطين شاملېدل د امريکا او اسرئيلو په اعتراضي وتلو باندې تاميږي.
د شننونکو په اند، امريکا او اسرائيل په دې ډول وتلو سره خپل ځانونه په زيان کې اچوي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top