د کونړ د څوکۍ ولسوالۍپه هوایي برید کې وژل شوي خلک ملکیان دي

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍپه هوایي برید کې وژل شوي خلک ملکیان دي


(روهي ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۱مه) په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازو ويلي، چې د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د ډرون په بريد کې وژل شوي کسان ملکیان دي.

د کونړ په دغه ولسوالۍ کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت د ډرون په برید کې د ملكي كسانو د وژل كېدو په اړه، د ولسي جرګې غړي وايي، حکومت باید په دې اړه جدي او هر اړخيزه څېړنه وکړي.

د ولسي جرګې غړی ښاغلی مولوي شهزاده شاهد د پېښې سیمې ته تللی، هغغ ویلي، چې د په دغه برید کې۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کنړ امنيتي چارواکو ويلي و، چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په څوکۍ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۲۰ داعش وسله وال وژل شوي دي.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top