کابل: د احمدشاه بابا په مېنه کې د کرېکټ نوې شخصي اکاډمي جوړه شوه

کابل: د احمدشاه بابا په مېنه کې د کرېکټ نوې شخصي اکاډمي جوړه شوه



روهي، (جمعه/۲۱د تلې)، د کابل ولايت په احمد شاه بابا مېنه کې د ابدالي په نوم د کرېکټ شخصي اکاډمي پرون پرانېستل شوه. ياده اکاډمي په دوه جريبه ځمکه کې جوړه شوې او اوس مهال نهه (توپ وېشتنځايونه) لري. نظيم جار عبدالرحيمزی د اکاډمۍ سرروزونکی ټاکل شوي او دوه مرستيالان هم لري. د پرانېستې په مراسمو کې د کرکټ بورډ ځینو پخوانيو چارواکو، لوبغاړو، د ولسي جرګې غړو او يو شمېر حکومتي او ملکي خلکو برخه اخېستي وه.
د افغانستان د کرکټ بورډ اوسنيو مسوولينو په دې راټولېدنه کې شتون نه درلود. د يادې اکاډمۍ مسوول نثار احمد ساپي له کرکټ بورډ ګېله وکړه، چې په دې مراسمو کې يې له بلنې سره سره ګډون نه دی کړی.
خو د افغانستان د کرکټ بورډ وياند ويلي، چې ياده اکاډمي له کرکټ بورد سره په رسمي ډول نه ده ثبت شوي.
د هېواد کرکټ بورډ د شخصي لوبغالو او اکاډميو لپاره د ثبت او راجېسټر پروسه لري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top