کنړ: د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې کابو شل کسان وژل شوې دي

کنړ: د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې کابو شل کسان وژل شوې دي



روهي (جمعه/ ۲۱ د تلې)، د راپورنو له مخې د کنړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بمبار کې، چې پر دو کورونو شوی، شل کسان وژل شوي دي.
د کنړ د ولايتي ادارې په خبره، په ياد بريد کې د داعش ډلې نېږدې ۱۴ کسان وژل شوي، خو د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې په اړه کره مالومات نشته. د يادووژل شوې، شلو کسانو له ډلې څخه  د ۱۴ کسانو مړي پېژندل شوي دي. په کومو کورنو چې ياد بريد ترسره شوی په بشپړ ډول سوځېدلي دي، نو ښايي چې د وژل شويو شمېر له دې هم لوړ شي.
د سيمې د اوسېدونکو په خبره چې ياد وژل شوي کسان ملکي خلکو وو او د کلتوري رواج پربنسټ له وسلو سره د واده يو پرګرام ته روان وو.
د حکومت د وسلوالو مخالينو له برېدونو پرته په افغانستان کې ډېر ځلې د امريکا په بمباريو کې هم ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top