تر ټولو ستر او اصلي بخيل

تر ټولو ستر او اصلي بخيل



بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
کله چې د بخيل نوم ياد شي، د خلکو فکر د هغه چا په لور ځي، څوک چې په خپل مال سره بخل کوي.
دا په داسې حال کې چي داسې هم شونې ده، چي يو څوک دې تر هر چا زيات مال مصرفوي، خيراتونه دي کوي او د خلکو سره دې مالي مرستې تر هر چا ډېرې کوي، خو د دې سره دي هم نه يوازي دا چي بخيل وي، بلکي پوره او تر نورو زيات بخيل دي وي .
په دې اړه يوه حديث ته که پام وکړو، دا خبره به ښه را ته جوته شي:
عَنْ عَلِىِّ بْنِ أَبِى طَالِبٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْبَخِيلُ الَّذِى مَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيَّ ( رواه الترمذی ص : ۱۹۴ ج: ۲ و قال هذا حديث حسن صحيح غريب و احمد ص : ۲۵۸ ج : ۳ )
له حضرت علی – رضي الله عنه – څخه روايت دی چې رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل: پوره بخيل هغه څوک دی د چا په وړاندې چې زه ياد شوم، درود يې راباندي و نه ويلو!!
د حديث مطلب دا دی چې تر ټولو خلکو په بخل کې سخت، پوره او اصلي بخيل همدغه کس دی چې د نبي عليه السلام د مبارک نوم د ده په وړاندي له يادېدلو و روسته پرې درود نه وايي.
نو موږ بايد خپلو ځانو ته پام وکړو، چې په دغه ستره بخيلي کې خو به اخته نه يو او بايد د نبي عليه السلام د مبارک نوم په اورېدو پرې درود ووايو.
دا په داسې حال کي چي پر نبي عليه السلام باندي د يو ځل درود ويلو اجر دا دی چي الله پاک پر هغه کس لس رحمتونه کوي.
نو که د درود شريف په ويلو کېط سُستي وکړو، هم به له دغې سترې گټې بې برخې شو او هم به په بخيلانو کې وشمېرل شو .
د نبي عليه السلام سره د مينې او محبت تقاضاء هم دا ده چي بايد پرې تل درود وويل شي او ستاينه يې د ده په ښو صفاتو او مبارکو عاداتو سره وشي، او د ده د مبارکو طريقو د عملي کولو هڅي وشي.
و صلی الله علی نبينامحمد و علی آله و اصحابه اجمعين
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top