پاکستان؛ له وسلوالو کاناډایي امریکایي کورنۍ ژغورلې

 پاکستان؛ له وسلوالو کاناډایي امریکایي کورنۍ ژغورلې



ولسمشر ډونالد ټرمپ د وسله والو طالبانو له خوا د برمته شوې کاناډایۍ امریکايۍ کورنۍ د خوشې کولو په خاطر، د پاکستان له حکومته مننه کړې ده.
هغه ویلي دي، چې پاکستان د امریکا له غوښتنې سره سم د افراطي وسله والو پرضد د نورو اقداماتو لپاره چمتو شوی دی.
 

ویل شوي، چې وسله والې ډلې ( حقاني شبکې) غړو په ۲۰۱۲ میلادي کال کې کایتلن کولمن او د هغې خاوند جاشوا بویل په افغانستان کې نیولي و.
 

د پاکستان پوځ وړمه ورځ د متحدوایالاتو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو پربنسټ، په کرمه ایجنسۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې کایتلن، جاشوا او د دوی ماشومان چې درې واړه د طالبانو په اسارت کې زېږېدلي دي، وژغورل.
 

 

 
 

tags

ستاسې تبصرې

*


Top