ملګري ملتونه وایي، تېرو څو میاشتو کې هوایي حملو تلفات زیات کړي

ملګري ملتونه وایي، تېرو څو میاشتو کې هوایي حملو تلفات زیات کړي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۱مه) ملګروملتونو یو نوی راپور خپور کړی دی.
په دغه راپور کې راغلي، که څه هم په تېرو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ملکي تلفات تر یوه حده کم شوي، خو په هوايي حملو کې بیا ملکي تلفات زیات شوي دي.
په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما ويلي، چې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ټول ۸۰۱۹ ملکي افغانان په جګړو کې مړه او ټپیان شوي چې، د تېر کال د همدې مودې په پرتله شپږ سلنه کموالی ښيي، خو راپور زیاتوي چې د هوايي حملو له کبله، ملکي تلفات زیات شوي دي.
بل خوا د فرانسپرس خبري اژانس د راپور په حواله، یوناما په خپل راپور کې یادونه کړې چې له جنورۍ تر سپټمبر میاشتې پورې ۴۶۶ ملکي افغانان د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي حملو کې مړه او ټپیان شوي دي.
په دغه راپور کې ښودل شوي، چې د دې قربانیانو له ۳ دوه برخې ښځې او ماشومان دي.
دا رقم د تېرکال د همدې مودې په پرتله په هوايي حملو کې د ملکي تلفاتو په سلو کې ۵۲ زیاتوالی ښيي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top