د شهوت لیوني شهرت بایلود

د شهوت لیوني شهرت بایلود



د هاليوډ په وتلي فلم جوړونکي هاروي واېنسټن بدې ورځې راغلي او ښایې چې ګټلی شهرت یې په اوبو لاهو شي.
 د هالیوډ په تاریخ  کې دا پېښه هېښوونکې بلل کیږي؛ ځکه چې له درېیو لسیزو راهیسې د واېنسټن د ناوړه چلند په اړه قرباني مېرمنو خپل غږ نه دی پورته کړی.
د تورونو سلسله دوام لري تر اوسه پنځلسو فلم ستورو، موډلانو او د ټلویزون کارکونکو په هغه له جنسي تیري نیولې، تر ځورنې، ناوړه چلند، بې ځايه غوښتنې او د زور- زیاتي تورونه لګوي دي.
د تورنو دا لړۍ ګارډېن ورځپاڼې سره د ایټالوي ممثلې اسیزا ارجنتينو له مرکې وروسته پیل شوه!
اوسمهال په هغو فلم ستورو او همکارانو یې هم سختې نیوکې کیږي، چا چې چوپتیا غوره کړې وه؛ او په یو ډول یې هغه ته د دې ناوړه چلند زمینه برابره کړې ده.
آن ځيني کارپوهان د چوپ پاتي شويو قرباني کسانو عمل د واېنسټن له جرم سره برابر ګڼي.
د مسافرۍ پر مهال راته جوته شوه؛ یوازې افغانستان نه دی چې د ښځو پروړاندې په کې تاوتریخوالی موجود دی، د راپورونو له مخې د پرمختللو هيوادونو په  ډېرو لویو ادارو کې  هم د مېرمنو پروړاندې تبعیضي چلند، ځورنې او زیاتی موجود دی.
په داسې حالت کې بیا ډېرې قرباني مېرمنې، د خپلو دندو د لاسه ورکولو، بدنامۍ  او یا مړیني له وېرې چوپه خوله پاتې کیږي؛ او هغو ته د جرمونو د دوام جرآت ورکوي او زمینه ورته برابروي.
روان میلادي کال چې د مېرمنو د پیاوړتیا کال نومول شوی؛په لويدیځو ولسواکه هېوادونو کې د مېرمنو د ملاتړ او پیاوړتیا هڅې تر اسیايي او وروسته پاتي هیوادونو ډېرې دي؛ په دې دلیل چې په دې هیوادونو کې هم ستونزې شته.
دا د دې ښکارندويي کوي چې د مېرمنو پر وړاندې ستونزې یوې ټولنې، هېواد او سیمې پورې نه دي تړلي.
موږ په دې فکر یو چې په پرمختللو هیوادونو اروپا او امریکا کې به هره ښځه ارامه وي او له هیڅ ډول ستونزو سره به نه مخ کیږي، قانون به پلی کیږي.
خپلواکي، ولسواکي،پرمختګ او سوکالي به میرمنې، وېره به موجود وي؛ قرباني به غلی نه پاتې کیږي او مجرم ته به سزا ورکول کیږي. له ځورنې، زیاتي او بد لمنې ژغوري.
خو زما په نظر؛ حقیقت متفاوت دی!
په لوېدیځو هیوادونو کې ستونزې شته پروړاندې یې مبارزه هم شته !
 له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې تر اوسه هغه مېرمنې چې له خپل حق څخه بې خبره وي، د ظلم او زیاتي پر وړاندې چوپ پاتې وي، ښې مېرمنې بلل کیږي.
 برعکس که چېرته یوه ښځه د تاوتریخوالي پروړاندې غږ پورته کړي، دلیل و وايي او خپل حق و غواړي بې شرمې او بد اخلاقې بلل کیږي.
له میلاد څخه ۱۳۵۰کاله وړاندې د فرعون طبیب سینوهه په ټولنه کې د خرافاتو، د خلکو لخوا د جوړو شویو روایتونو او بې ځایه رواجونو، د کفري عقیدو او جهل پروړاندې کله چې د دلیل غوښتنه کوله او د مذهب نوم څخه د ګټه اخیستونکو څخه به یې د ناروا په وړاندې غږ پورته کولو او د ولې؟ ځواب به یې غوښتلو نو؛ له ډېرو ستونزو او کړاونو سره به مخ شو.
د سلګونو کلونو په تېرېدو موږ تر اوسه هم منطق نلرو، شعور نشته او د ولې ځواب نه شو تر لاسه کولی، که مو پوښتنه وکړه چې ولې ښځې سره باید ظلم زیاتی وشي؟ ښځې د تاوتریخوالي پروړاندې ولې چوپ پاتې شي؟ ولې ښځې د ځناورو په څېر وپلورل شي؟ ولې په بدو کې ورکړل شي ؟ ولې له تعلیم څخه محرومې پاتې شي؟ ولې کمې وبللې شي؟ ولې د خبرو کولو حق ونه لري؟ ولې د مزدورانو په څېر ژوند وکړي؟ ولې پيغله بوډا ته واده شي؟  ولې؟ ولې؟ او ولې؟
نو لومړی به یوه ښځه خوله ورانه، تندې تریو،غمبوري سره او سپیږمه وپړسوي، یو لاس به په ملا بل ماته را اوږد کړي؛ بې شرمه او سپین سترګې به راته و وایي!
 که بیا هم و پوښتې چې ولې سپین سترګې شوم؟
 نو وايي به ځکه چې: زموږ دود همداسې دی، ځکه چې زموږ نیا ګانو او مورګانو په خاموشۍ سره هر ظلم زغملی، ځکه چې پښتنې یو او دا د افغانانو ځانګړنه ده، د ښې ښځې اواز څوک نه اوري او.... !
د مارچ د اتمې نېټې فلسفې ته په کتلو؛ دا ویلای شو چې غربي مېرمنو هم په ډېرو هڅو او کوښښونو سره ځان تر دی ځای رسولی دی، اوس هم هڅې کوي او دا هڅې به ډېر نور کلونه دوام ولري؛ له لاسته راوړنو سره ـ سره به بیا هم په هره ټولنه کې ځورونکي ځناور هرو ـ مرو پیدا شي.
کم شمېر ښځې پیدا کیږي چې د جهالت پروړاندې غږ پورته کړي او مبارزه وکړي.
ستونزې هر چېرته شته، ستونزې اروپا او اسیا پورې اړه نه لري اشخاصو پورې تړاو لري.
موږ مظلوم قشر نه یو، مینه ناکه، عاطفي زړه ـ ورې تکړه او ريښتونی جنس یو!
که مظلومې مېرمنې مبارزه وکړي،اتلې به شي، باوري یم چې؛ ظلم او تاوتریخوالی به ورک شي.
د ناروا پروړاندې غږ پورته کول آسانه کار نه دی، خو پیل باید موږ وکړو غږ پورته کړو؛ ترڅو نورې میرمنې هم ستاسې لار تعقیب کړي.
که د فلم جوړونکي واېنسټن لومړنۍ قرباني میرمنې غږ پورته کړیوای؛ نو دا ۱۵نورې به د هغه د وحشي چلند ښکار نه ګرځېدې.
 بالاخره د اسیزا اتلولي د مشهورې فلمي ستورې انجیلینا جولي په ګډون نورو میرمنو ته هم د خبرو  او شکایت جرآت ورکړ؛د اسیزا شجاعت، ځواکمن واېنسټن له ډېر بد برخلیک سره مخ کړی دی او ویل کیږي چې په بند به محکوم شي.
په دې هیله چې موږ هره یوه د ناروا پر وړاندې غږ پورته کړو، او یوه اغیزناکه چېغه شو!
نو ته اتله یې، د ظلم پروړاندې نه!!! و وایه، هوډ وکړه او غږ پورته کړه!!!
tags

ستاسې تبصرې

*


Top