جرمني: ايران اوس هم د توغنديو جوړولو لپاره وسايل پيري

جرمني: ايران اوس هم د توغنديو جوړولو لپاره وسايل پيري



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش،تلې ۲۰مه) د جرمني استخباراتي ادارې د جرمني هېواد شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې ايران اوس هم هڅې کوي چې د توغندیو لپاره وسایل وپیري.
دغه خبر رويټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ خپور کړی دی؛ ویلي یې دي، چې په دې اړه دوی د استخباراتي ادارې سند لیدلی دی.
بل خوا د بي. ايف. وي په نوم د جرمني ځايي استخباراتي ادارې د جرمني هېواد شرکتونو ته په دغه سند کې خبرداری ورکړی چې پر ايران د ځينو ټکنالوژيو پلورل اوس هم غير قانوني دي.
ویل شوي چې د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دغه ليک يا سند کې راغلي دي، دا مهم ټکی دی چې ايران اوس هم د راکټ او توغنديو د ټکنالوژۍ د پروګرام پر مخ وړلو هڅې کوي.
په سند کې نور تفصیلات هم راغلي، خو رویټرز نه دي خپاره کړي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top