د سرپل خلکو ویلي، حکومت باید کوهستاناتو ولسوالي له طالبانو ازاده کړي

د سرپل خلکو ویلي، حکومت باید کوهستاناتو ولسوالي له طالبانو ازاده کړي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـش،تلې۲۰مه) په سرپل ولایت کې د کوهستاناتو ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو او مدني فعالانو له حکومت نه غوښتي چې دغه ولسوالۍ له وسله والو طالبانو وژغوري.
د سرپل خلکو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال له حکومت نه وغوښتل چې د کوهستاناتو ولسوالي چې دا مهال د وسله والو مخالفینوپه لاس کې ده وژغوري.
دغو خلکو غوښتنه کړې، چې طالبان په کې د جلب او جذب چارې پر مخ وړي؛ د بېرته نیولو لپاره دې ژر تر ژره پوځي عملیات پيل کړل شي.
اعتراض کوونکو په یوه پرېکړه لیک کې ګواښ وکړ، چې که د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره په لسو ورځو کې پوځي عملیات پيل نه شي، نو دوی به په سوله ییزو مظاهرو به لاس پورې کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top