د شانګهای راتلونکو غونډو مشري افغانان کوي

د شانګهای راتلونکو غونډو مشري افغانان کوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش،تلې ۲۰م) ویل شوي، چې د شانګهای په سازمان کې د تماس ډلې په غونډه کې د افغان پلاوي دا وړاندیز ومنل شو چې ګواکې په راتلونکي کې د دغو غونډو مشترکه مشري افغانانو ته وسپارل شي.
 د شانګهای په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د تماس د ډلې غونډې ته وړاندیز وکړ چې د دغو غونډو ګډه مشري دې په راتلونکي کې افغانانو ته وسپاري.
دا موافقه په داسې وخت کې شوې ده چې تمه ده په څو راتلونکو ورځو کې په عمان هېواد کې د شانګهای د دوه غړي هېوادونو او د کابل او واشنګټن استازي غونډه وکړي.
 
ښاغلي حکمت خلیل کرزي ویلي، چې د دې او ورته غونډو اساسي موخه له افغانستان سره د  مرستو زیاتېدل دي .
بل خوا ښودل شوي، چې یوه موخه یې هم دا ده چې د هغو ګواښونو مخه ونیول شي؛ کوم چې افغانستان او سیمه ورسره لاس او ګرېوان دي.
د شانګهای غونډې ډيرو غړیو هېوادونو د افغانستان دغه وړاندیز منلی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top