کرزي طالبانو ته ليک استولي او لوې جرګې ته يې د راتګ بلنه ورکړي.

 کرزي طالبانو ته ليک استولي او لوې جرګې ته يې د راتګ بلنه ورکړي.



روهي (پنځنۍ/۲۰ دتلې)، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن ورځ په خپل کور د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل، د افغانستان لپاره د امريکا د نوي سټراتېژۍ او د هېواد د روانو حالتو لپاره يې د ملي يووالي حکومت له مشرانو د عنعنوي لوې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړي ده. کرزي وويل چې طالبانو ته مې هم ليک استولي چې په دې جرګه ګې ګډون وکړي او سولې ته غاړه کېږدي.
کرزي يو ځل بيا طالبان د خاورې بچيان او هېوادوال ياد کړل، خو داعش او القاعده يې په څرګند ډول ترورېستي ډلې وبللي. د نوموړي په وينا که چېرې امريکا هم په خپلو عملياتو کې افغانان وژني نو امريکا هم تروريستي کړنې کوي او پدې سره امريکا هم ترورېسته ده.
ښاغلي کرزي وويل، "طالبان د دې خاورې بچيان دي. د امريکا په وينا د افغانستان ۵۰ سلنه خاوره اوس مهال د طالبانو سره ده. د طالبانو کړنې د تاوترېخوالي او خشونت دي. خو طالبان کومه ترورېستي ډله نده. بلکې کړنې يې د ظلم دي."
نوموړي د امريکا نوي ستراټېژۍ د افغانستان په زيان وبلله. د نوموړي په وينا نوي سټراټېژي به افغانستان د ځواکمنو هېوادونو د جګړې ډګر جوړ کړي او مونږ، افغانستان د همکاريو مرکز غواړو.
د امريکا سره د امنيتي تړون په اړه کرزي وويل، " تړون مې ځکه لاسليک نه کړ چې د امريکا په وينا، په افغانستان کې د القاعده د جنګياليو شمېر ۳۵ وو، خو امريکا د دېرش ميليونه افغانانو په کورونو عمليات کول. د ترورېستانو ځالې له هېواد بهر وې، خو امريکا د افغانانو په کورونو کې ترورېستان لټول. پر دې بنسټ مې ياد تړون لاسليک نه کړ."
کرزی وايي چې مونږ له امريکا، پاکستان او د نړۍ له هر يو هېواد سره دوستي غواړو. خو د امريکا په نوي سټراټېژۍ کې مونږ د دښمنۍ او جګړې مرکز باندې بدليږو.
کرزي د ملي يووالي پر حکومت نېوکه وکړه چې، پرته له دې چې د امريکا په نوي سټراټېژۍ کې د افغانستان د ګټو په اړه فکر وکړي، پرځاي يې په پټو سترګو د امريکا سټراټېژۍ ته هرکلی ووايو.
حامد کرزي د ولسمشر محمد اشرف غني له هغې وينا سره هم مخالفت وښود چې ويلي وو، "په افغانستان کې د شلو شاوخوا ترورېستي ډلې فعاليت کوي."
کرزي وايی چې په افغانستان کې يواځې دوې ترورېستي ډلې دي، چې داعش او القاعده ده. که مونږ د شلو ډلو په اړه خبره کوو، نو دا شل ډلې څوګ دي او چېرته دي؟ په دې سره نړيوالو ته افغانستان د ترهګرو د مرکز په نوم ورپېژنو.
 نوموړي وايي، د ملي يووالي حکومت ته يې سالمه اداره پرېښوده، خو ياد حکومت له امريکا سره د امنيتي تړون په لاسليک، د هېواد امنيتي وضعيت لا پسې بد حاله کړ.
په ياد خبرې کنفرانس کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي يووالي پر حکومت، طالبانو، جهادي مشرانو، مدني ټولنو، سياسي ګوندونو او افغانانو غږ وکړ چې د امريکا د نوي سټراټېژۍ په اړه دې، د لوې جرګې لپاره کار وکړي، تر څو داسې ملي مسايل په پخواني کلتوري او عنعنوي ډول حل کړو.
حامد کرزي د پاکستان له خوا د ډېورڼد په کرښه د کټارو له جوړو سره هم په کلکه مخالفت وښوود.
د خبرې کنفرانس په پای کې پخواني ولسمشر له ځوانانو غوښتنه وکړه چې په اوسني حالت کې خپل يووالي او اتحاد وساتي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top