د پوهنې وزارت چا پر فاجعه بدل کړ؟؟

د پوهنې وزارت چا پر فاجعه بدل کړ؟؟



پرون د میزان نولسمه، ولسمشر خپل ویاندویان ارګ ته دعوت کړي وو تر څو د ده کلیدي پیغامونه ولس ته ورسوي.
‎دا د ولسمشر حق دی چې خپل پیامونه او لاسته راوړنې، خپل ولس ته ورسوي.
‎په خبرو کې یې خدای شته څو مهم ټکي وو چې ولس باید ترې خبر شي او د امیدوارۍ باعث یې وګرځي، اما یو پیام یې د انصاف په تله بلکل برابر نه وو: هغه هم دا چې د پوهنې اوسنی نظام یې ستره فاجعه وباله.
‎پوښتنه دا ده چې د پوهنې د اوسني نظام بې کفایته کول او فاسدول او په فاجعه بدلول خو معلول دي، باید وویل شي چې د دې بیکفایتۍ، فساد او فاجعې عوامل او علتونه څه دي؟ دا څه وشول چې د کرزي په څورلس کلنه دوره کې د هر افغان او خارجي، د وطن د هر دوست او رقیب د ژبې پر سر د افغانستان د تعلیمي نظام بې سارې وده، د توازن او اعتدال په طرف سریع حرکت، غیر قابل پیشبینی وسعت او غوړیدنه وه. په هر بین المللي کنفرانس کې، هغه که په داخل د هیواد کې وو او یا له هیواده بیرون، په افغانستان کې د لاسته راوړنو د فهرست په سر کې اول معارف او بیا مخابرات او بیا هم د بیان آزادي، دا دری هغه لاسته راوړنې وې چی څورلس کاله مسلسل په هیواد دننه او بیرون، په لویو او وړو کنفرانسونو او محافلو کې د هیوادونو د جمهور رییسانو، لوړپوړو چارواکو ، ‌‌‌‌‌‌ډونرانو او بین المللي موسساتو لخوا په لذت او افتخارسره یادیدل. دا څه وشول چی یو دم په تیرو دریو کلونو کی هرڅه برعکس شول؟ معارف دلاسته راوړنو د فهرست د رأس نه د هغه تحتاني مقام ته او حتی فاجعی ته ورسید؟؟؟
ځواب یې واضح دی: هغه دا چی معارف تاسو محترمینو د ملي وحدت د حکومت رهبرانو د سیاست میدان کړ، البته چې ‌‌‌‌‌‌ټول نظام مو سیاسی کړ، ولې معارف مو په بد او کرغیړن ‌‌‌‌‌‌ډول سیاسي کړ، د سیاست په دې ناولې لوبه کې مو د هیواد تر ټولو رټلی، بې کفایته او د همدې معارف د نصاب په ریاست کې د پنځم بست څخه په غلا، بیکفایتۍ او تعصب شړلی شوی شرمیدلی انسان [اسدالله حنیف بلخی] تاسو راوست او د پوهنې د دې نظام چې د افغانستان دعزت سمبول وو، د افغانستان د ملي حاکمیت یوازینی ممثل په هر کلي او بانده کی وو، په سلګونو داسی لوی کلی، علاقداری او ولسوالۍ وې چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دری رنګه باعزته بیرق تنها او تنها د موجودو مکاتبو پر بام رپاند و، حتی په ‌‌‌‌‌‌ډیرو سیمو کې چې طالبانو حکومت کاوه مګر ستا همدغه مکاتب دهمدغه نصاب، کتاب او معلم سره فعال او برحال وو، چون بی آلایشه یی دوطن د معصومو بچیانو روزنه کوله، په سلګونو مکاتبو کی همدغه طالبانو د نظارت داوطلبانه وظیفه سرته رسوله او معلمینو ته به یی ویل چی تاسو د معاش په مقابل کی زمونږ دبچيانو خدمت کوی نو دحاضری به خامخا پابند اوسئ. دمعارف په سلګونو اوسنی مسولین به زما ددی ادعا شاهدان، ناظران او تایدوونکی وی. ستا دهغه وخت معارف دوطن دبچیانو په خدمت کی وو، صرف نظر ددی نه چی هلته حاکمیت ددولت وو که دطالب، ځکه معارف افغانان روزل. اما تاسو دهغه نظام واګی داسی چاته په لاس ورکړی چی نیم افغانستان دملی حاکمیت برخه نه بولی، دهمغه برخی سره دتفاهم ژبه خو پریږده چی نلری متعفن تعصب یی ورڅخه دلاس ورکولو نه هم منع کوی. تعصب متاسفأنه ‌‌‌‌‌‌ډیر خلک لری، بلکه په وړه یا غټه پیمانه یی اکثریت خلک لری، اما اکثریت خلک دا استعداد هم لری چی خپل تعصب تر خپل کاذب نقاب لاندی پټ وساتی، اما په تأسف چی بلخی دخپل متعفن تعصب دپټولو استعداد هم نلری، او تعصب یی متاسفانه چی دومره بویناک دی چی دده په کاذبه چهره کی پټیدای هم نشی. په قواره کی یی، په تعاملاتو کی یی، په رفتار کی یی، په ګفتار کی یی، خلاصه دژوند په هر اړخ کی یی دتعصب بوی دانسان وجدان ناراحته کوی. تاسو دهمدی بویناکو عیبونو درلودونکۍ شرمیدلۍ انسان لمړی دیوی داسی اداری مسول کړ چی هلته تعصب ګنجایش نلری، او بیا مو همدا دګندګۍ نه ‌‌‌‌‌‌ډک انسان په شا وټپاوه چی هله تکړه شه د معارف په وزارت کی تصفیه راوله. ځکه دمعارف وزارت دهیواد په انتخاباتو کی مهم رول درلود، همدا معارف وو چی دانتخاباتو په نتایجو یی برلاس درلود، نو تکړه شه دا نظام داسی تصفیه کړه چی په آینده انتخاباتو کی زمونږ د‌‌‌‌‌‌ډلی دګټلو ضامن شی. شرمیدلی بلخی له خدایه نور څه غوښتل چی دحکومت رهبری ورته هدایت وکړی چی ته خو هسی هم دوطن شرم یی ، خدمت نشی کولی، نه دخدمت کولو ژمنه لری، نه یی کفایت او نه هم اخلاق، نو راځه له یوی خوا دخپلی بی کفایتۍ او تعصب په نتیجه کی دراتلونکی ناکامۍ ملامتی به هم په تیر نظام واچوی، له بلی خوا به دمعارف مامورین او ددولت رهبری په دی مصروف کړی چی ګواکی زه دمعارف وزارت دپخوانی نظام له بقایاوو څخه تصفیه کوم او ته به سره له څو تنو مشهورو غلو چی دحج واوقاف وزارت دغلو دوسی یی اوس هم په څارنوالۍ کی پرتی دی، او دتاریخ څوتنو وږیو پر مټ خپلو خس دوزدیو ته کش ورکړی.
‎ددی سیاست ګټه مو څه شوه؟ بین الملی رسوایی. او دمعارف په نظام باندی دبین المللی ټولنی بی باوری. هغه جهانی مرستی چی په تیر نظام کی دمعارف دپنځه کلن انکشاف لپاره عقد قرارداد شوی وی بندی مو کړی. جمهور رییس په متعددو محافلو کی فرمایلی دی چی ‌‌‌‌‌‌ډونران راته وایی چی یو ملیارد دالر دپوهنی دنظام دکمک لپاره زمونږ سره موجود دی ، ولی په موجوده فاسد تیم او دهغوی په بی کفایته مدیریت اعتبار نلرو نو خپلی پیسی اوبو ته نه شوغورځولۍ.
‎نو جلالتمأب جمهور رییس ؛دجهانیانو په انظارو کی دوطن دمعارف نظام مزید مه بدناموه، دیوی خبیثی سرطانی سپږی او دده دپنځو تنو خسدزدانو او بی عفته متعصبینو لپاره دا ټول پوستین په اور مه اړوه. فورأ یو سالم، مجرب، وطن دوست، دافغانستان ملی ګټو ته ژمن ددی وطن په درد او غم دردیدلۍ کدر دوزیر په حیث وګماره ترڅو دا دمعارف نظام یو ځل بیا دوطن دعزت سمبول وګرځی او ستا سو دسیاسی نظام جرړی یو ځل بیا دوطن تر هرکلی او باندی پوری دپخوا په شان ورسیږی. او دا ملی بیرق یو ځل بیا په هرکلی او بانده کی رپاند ولیدل شی.
‎وما علینا الا
tags

ستاسې تبصرې

*


Top