په ترکيه د سولې خبرو په اړه د طالبانو اعلاميه

په ترکيه د سولې خبرو په اړه د طالبانو اعلاميه



روهي (څلورنۍ/۱۹ د تلې)، د طالبانو له خوا روهي وېبپاڼې ته په رالېږل شوي خبر پاڼه کې راغلي دي چې، په ترکیه کي دافغان حکومت له چارواکو سره د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا د مذاکراتو په اړه دافغانستان د اسلامی امارت عالی شورا
اعلاميه
باید وویل شي چې د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا دهرې هغې سولې هرکلی کوي چې لامله يې اشغالګران له هیواده وځي اوپه هيواد کې اسلامي نظام راځي. تل داسې مقدسې سولې ته درناوی او احترام لري اوهیچاته اجازه نه ورکوي چه داسي مقدسه سوله دي په پردي هيواد کي په پرديو خرڅه کړي.
دافغانستان اسلامي امارت عالي شورا یوازې او یوازې بين الافغاني سولې ته ژمنه ده. هرهغه څوک چې دپردیو له درباره سولې غواړي هغه دافغانستان داسلامي امارت عالي شورا نماینده ګي نشي کولاي.
له افغان حکومت سره دمذاکراتو د کولو یا نه کولو واک دافغانستان داسلامي عالي شورا له سیاسی مرستیال الحاج ملا عبدالمنان نیازی حفظه الله سره دی.
اوپه اخرکي باید ووایوچه دتاند ویب پاڼي هغه راپورچې وايي په ترکیه کي داسلامي امارت عالي شورا نمایندګانو د افغان حکومات له چارواکوسره د مذکراتو په اړه خبري کړي په کلکه ردوي اوغندي یي.
د افغانستان اسلامی امارت عالی شورا
tags

ستاسې تبصرې

*


Top