د امريکا دوه جنګي الوتکي شمالي کوريا ته څېرمه الوتنې کوي

د امريکا دوه جنګي الوتکي شمالي کوريا ته څېرمه الوتنې کوي



روهي (څلورنۍ/ ۱۹ د تلې)، د امريکا متحده ايالاتو له سويلې کوريا سره يو ځای، د کوريا په ټاپوزمه د جنګي الوتکو الوتنې او پوځي تمرينونه پیل کړي دي.
نن ورځ د امريکا B-1B او د سويلې کوريا جنګي F-15K الوتکو د سويلې کوريا په اوبو کې توغندي غورځولي او بمبار يې کړی. د امريکا متحده ايالاتو چارواکو ويلي چې په دې پوځي تمرينونو کې جاپان هم برخه اخېستي ده.
د شمالي کوريا د اټومي پروګرام په سره د ياد هېواد، امريکا او د هغې د ملاتړو ترمنځ نندرۍ ورځ تر بلې زور اخلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top