کابل ښاريان د ولسي جرګې لومړی مرستيال همايون همايون د ځمکو په غصب تورن کوي

کابل ښاريان د ولسي جرګې لومړی مرستيال همايون همايون د ځمکو په غصب تورن کوي



روهي (څلورنۍ / ۱۹ د تلې)، نن ورځ د ولسي جرګې په غونډه کې د يادې جرګې ځينو غړو وويل، د جرګې لومړی مرستيال همايون همايون د ځمکو په غصب کې لاس لري.
د ولسي جرګې يو تن غړي ذکريا ذکريا وويل. "د تېرې دوه نۍ په ورځ د کابل ښار ۲۰۰ اوسيدونکي ولسي جرګې ته راغلي وو او د همايون همايون له خوا يې د ځمکو د غصب په اړه يې شکايتونه ثبت کړل. دغه قضيه به د ولسي جرګې له خوا وڅېړل شي او ولسي جرګه د ښاريانو ترڅنګ ده خو چېرې دغه ادعا رښتيني وي. خو که دغه خبره حقيقت ونه لري نو ياد شکايت کوونکي به د قانون منګلو ته وسپارل شي."
د کابل ښار يو سوداګر ادعا کوي چې، کابو له يو کال راهسې د نوموړي يوه ټوټه ځمکه په کابل ښار کې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال له خوا نېول شوي ده او د مارکېټ ټولې اخېستل شوې پيسې همایون همايون تر لاسه کړي دي.
د يادې قضې په ځواب کې، د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون ويلي، "قضايي ارګانوونه شتون لري، دوی کولی شي چې ياده مساله هلته وڅېړي. څلور مياشتې وړاندې هم ورته خبرې را پورته شوې وې، چې ورسته حل شوې."
tags

ستاسې تبصرې

*


Top