د (موخې) کتاب غورچاڼ

د (موخې) کتاب غورچاڼ



(موخې) په نوم د ښاغلي بریان ټریسي مشهور او مهم کتاب دی، دا کتاب محترم شېر خان شهیر صيب پښتو ته ژباړلی، اکسوس کتابپلورنځي په ۲۱ څپرکو (۳۳۶مخونه) کې چاپ کړی، لوستل یې د هر ځوان او موخه لرونکي شخص لپاره ډېر اړین بولم، له ټولو هیله کوم، چې یو ځل یې حتما ولولئ!
زه غواړم د دې کتاب غورچاڼ تاسې ته وړاندې کړم، له اوږدې سریزې او خبرو تیرېږم!
موخې
لیکوال: بریان ټرېسي
ژباړن: شېر خان شهیر
غورچاڼ: رحیم الله احساس
لومړۍ برخه
موخې
هدف لیکلو زما ژوند بدل کړْ!
یوه ورځ مې اهداف ولیکل او کاغذ مې په هماغه ځای وغورځولو، دې لیکلو زما ژوند بدل کړ، پوه شوم چې هدف لیکل او ټاکل څومره مهم دي، وروسته مې د هدف ټاکلو په اړه زرګونه ساعته مطالعه وکړه. یوه ګام ته هم ارزښت ورکړه، ځکه د زرو کیلو مټرو سفر له لومړي ګامه پیلېږي.
لومړی څپرکی
باالقوه وړتیاوې آزادې کړئ!
۱ـ فکر وکړئ، داسې ذاتي وړتیاوې لرئ، چې هر ډول هدف ته مو رسولی شي؟
۲ـ کوم فعالیت ډېر د اهمیت احساس درکوي؟
۳ـ همدا نن خپل کاري او شخصي ژوند ته وګورئ او تشخیص کړئ، چې څه ډول فکر ستاسو نړۍ جوړه کړې ده، څه او څنګه بدل شي؟
۴ـ ډېر د څه په اړه خبرې او فکر کوئ؟
۵ـ د خپلو اهدافو په اړه څومره بیه پرې کولی شئ؟
۶ ـ د دې پوښتنو د ځواب لپاره څه کولی شئ؟
د بریا مهم راز دا دی، چې له کومه ځایه راغلی یې مهم ندي، چېرته ځې، مهم دي. هدف د بریالیتوب د بټۍ سون توکي دي. د هر څه په اړه چې ډېر فکر وشي، هماغه شی درنه جوړېږي، هر شی لومړی د یو سړي په ذهن کې فکر پیدا کېږي، وروسته په حقیقت بدلېږي، ناکام خلک په خپلو اندېښنو فکر کوي، مسؤلیت نه مني او پړه په بل چا اچوي.
خلک ولې هداف نه ټاکي؟
څلور علتونه لري: ۱ـ خلک نه پوهېږي، چې اهداف مهم دي. ۲ـ د هدف ټاکلو سمه لاره ورته معلومه نده. ۳ـ له ماتې وېرېږي (همدا علت دی، چې ماته خوري) ۴ـ له رټلو ډارېږي، که هدف وټاکي او ورته ونه رسېږي، خلک به یې ورټي.
خپل اهداف هېڅکله له چا سره مه شریکوئ، څوک چې د څه په اړه معلومات نلري، هېڅکله زیان هم نشي درسولای.
د نېکبختۍ لپاره هدف او اېدیال حتمي دی، سړی هغه وخت د رضایت احساس کوي، چې پرمختګ احساس کړي. د هدف پیل له لېوالتیا کېږي، هدف ته د رسېدو لپاره مینه اړینه ده او باید بیه پرې کړو. د هدف په اړه لومړی ګام هم سړی خوشحالوي.
نور بیا....
tags

ستاسې تبصرې

*


Top