حکمتیار: شفافې او عادلانه ټاکنې ژور مثبت بدلون راوستی شي

حکمتیار: شفافې او عادلانه ټاکنې ژور مثبت بدلون راوستی شي



روهي (څلورنۍ/ ۱۹ د تلې)، د افغانستان اسلامي ګوند د امير دفتر، د فرهنګي او رسنيو څانګې څخه روهي وېبپاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې، د حزب اسلامي امیر نن د چهارشنبې سهار نهه بجې د خروټو قوم اړوند سلګونو مشرانو، علماوو، د ولسي او مشرانو جرګو غړو، حکومتي چارواکو او ځوانانو سره ډلییزه غونډه لرله. دا غونډه چې د خروټو قومي شورا لخوا له حزب اسلامي سره د ملاتړ لپاره رابلل شوې وه د حزب اسلامي د مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې جوړه شوه چې په کې له کاپیسا، پکتیکا، زابل، غزني، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو څخه د خروټو قوم سلګونو مشرانو، علماوو او ځوانانو برخه واخیسته.
په سر کې د خروټو قومي شورا مشر انجنیر مطیع الله خروټي او قومي مشرانو جنرال عبدالمنان امیري، مولوي عبدالحمید هاشمي، قاري ګلبدین خدمتیار او ناجیې خروټې خبرې وکړې. دوی ټولو په هېواد کې د سولې او امنیت د تأمین لپاره خپل چمتوالی وښود او له حزب اسلامي سره یې د خپل قوم د نارینه او ښځو په استازیتوب ټینګه ژمنتیا او ملاتړ څرګند کړ. دوی په خپلو خبرو کې حزب اسلامي د سولې بنسټګر او د هېواد د ازادۍ لومړنی او مستحکم سنګر وباله، او هیله یې څرګنده کړه دا حزب او مدبره رهبري به یې د هېواد روان ناورین ته په ډېر حکیمانه د خپل سیاسي، علمي او ولسي ځواک پر مټ د پای ټکی کېږدي.
د حزب اسلامي امیر د خروټو قوم له مشرانو او علماوو څخه مننه وکړه او په جهاد کې یې د دغه درانه او غیرتمن قوم ستاینه وکړه. زیاته یې کړه، خروټي قوم په جهاد کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې، لوی قوم دی، ډېری وګړي په پکتیکا، زابل او غزني کې مېشت دي او په ډېرو نورو ولایتونو کې هم شته. په هېواد کې ټول قومونه سره وروڼه دي، له بده مرغه د هېواد روان ناورین ټول قومونه سخت ځپلي دي، چې د خروټو قوم هم ترې پاتې نه دی، حزب اسلامي تل هڅه کړې چې د وروڼو قومونو ترمنځ د خپلې اسلامي عقیدې په بنسټ یو ځواکمن پول شي. له ټولو وروڼو قومونو څخه غواړو چې په هېواد کې د سولې او ډاډمن امنیت په راوړو کې لاس په کار شي.
د حزب اسلامي د امیر نوره وینا د هېواد په روان سیاسي او امنیتي وضعیت راڅرخېده، رڼې، سرتاسري او عادلانه ټاکنې یې د هېواد د روان ناوړه وضیعت د ختمولو لپاره اړینې وبللې.
ښاغلي حکمتیار وویل، ځینې ډلې د جګړې دوام غواړي، دا ځل غواړي ټاکنو وځنډي او د بُن غوندې د قدرت وېشلو غونډه بیا جوړه کړي او خپلې ناولې ګټې چې په جګړه کې دي تأمین کړي. موږ به هېچا ته د دې اجازه ورنه کړو چې په ټاکنو کې چې یوه برخلیک ټاکونکې مسئله ده؛ لاسوهنه وکړي. موږ د ټاکنو لپاره د خپل ولس په استازیتوب دا غواړو چې په ټاکنو کې باید هر په شرایطو برابر افغان د رایې ورکولو حق ولري او یوازې یوه رایه وکارولی شي، هر افغان که په داخل کې وي او که په بهر کې باید له ټاکنو محروم نه شي چې په دې کې څلور میلیونه مهاجر هم راځي چې باید په هېڅ صورت له ټاکنو بې برخې نه شي، په ناامنو سیمو کې هم باید ټاکنې وشي که ممکنې نه وي نو په همجوارو امنو سیمو کې د ورته د انتخاباتو مرکزونه جوړ شي، د ټاکنو حوزوي سیستم دې د ولسي جرګې د کرسیو د شمېر په کچه برابر شي، یعنې ۲۴۹ کرسۍ دي باید په همدې شمېر ټاکنیزې حوزې جوړې شي، د نوماندانو د بریا لپاره باید یو عادلانه نصاب رامنځته شي، د انتخاباتو په اداره او قانون کې باید لازم بدلونونه رامنځته شي، هېڅ بهرني ته په ټاکنو کې د مداخلې حق ورنه کړل شي او همدارنګه د ټاکنو په ټولې پروسې باید سیاسي ګوندونه د نظارت صلاحیت ولري.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top