د ناروې سفیره: افغان حکومت دې د نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین مجازات کړي

د ناروې سفیره: افغان حکومت دې د نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین مجازات کړي


(روهي ۱۳۹۶هـ ش،تلې۱۹مه) په کابل کې د ناروې سفیرې اغلې ماري سکر له افغان حکومت څخه غوښتني، تر څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین مجازات او د نجونو د زده‌کړو په برخه کې پانګونه ډېره کړي.

هغې چې د چهارشنبې په ورځ د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې، وویل: په افغانستان کې له وخته مخکې د نجونو ودول، په بدو کې د دوی ورکول، په وړاندې یې تبعیضي چلند او له زده‌کړو څخه محروم پاتې کېدل د افغان نجونو عمده ستونزې دي.

بل خوا اغلې ماري سکر په دې برخه کې له افغان حکومت څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړي.

د اکتوبر د میاشتې یوولسمه نېټه د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا د نجونو نړیواله ورځ نومول شوې او دا دویم کال دی چې په افغانستان کې هم ترې یادونه کېږي.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top