محتاط: د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ به راتلونکې میاشت پیل شي

محتاط: د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ به راتلونکې میاشت پیل شي


(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش،تلې ۱۹مه)کابل کې د برېښنايي تذکرو د وېش اداره وايي، دوی به په راتلونکې میاشت کې د الکټرونیکي تذکرو د وېشلو لړۍ پیل کړي.

د دغه ادارې رییس همایون محتاط رسنیو ته ویلي، چې د دغه پروګرام پر وړاندې هیڅ ډول ستونزه نشته.

هغه وايي، دوی د عملیاتي پروګرام د بشپړېدو په وروستي پړاو کې دي.

بل خوا ویل شوي، چې په دغو تذکرو کې به د افغان او قوم کلمه هم لیکل کېږي.

د برقي تذکرو د وېش ادارې د روان هجري شمسي کال په حمل میاشتې کې ویلي و، چې تر دریو میاشتو به د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شي، خو تراوسه نه ده پیل شوې.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top